×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې اتلولۍ ټورنمنټ، د وږې ۱۶، ۱۳۹۶ کال

 

"په هېواد کې تر ټولو ستر او هیجانوونکی ورزشي بهیر"

کابل، د ۱۳۹۶ کال د وږې ۱۴ د افغانستان غوره لیګ د خپل اتلولۍ ټورنمنټ شپږم څپرکی د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې، د پنجشنبې په ورځ د سپټامبر په ۰۷ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو په لاره اچوي. د دې بهیر پیل د ۱۳۹۶ کال سیمه‎ییز ټورنمنټونو (د غوره لیګ په لور) بریالی پلي کېدنې ښکارندویي کوي چې په لړ کې یې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه، له هر زون څخه ۲۱ غوره لوبغاړي د ۸ غوره لوبډلو لپاره وټاکل شوه.

شاهین آسمایي، د میوند اتلان، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، موجهای آمو، د سپین‎غر بازان، د اباسین څپې، او عقابان هندوکش د غوره لیګ اته اصلي لوبډلې دي چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه استازېتوب کوي او د دې ټورنمنټ په ډله‎يیز پړاو کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي، څرنګه چې بلاخره یوازې ۴ لوبډلې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره مومي.

د ۱۳۹۶ کال غوره لیګ د پرانېستنې مراسم د غوره لیګ سندرې سره پيلېږي چې نامتو افغان سندرغاړي یې په لوبغالې کې په ژوندۍ بڼه ترسره کوي، ګڼ شمېر ننداره چیان د هېواد رنګین بیرغ جامې اغوندي او همدارنګه ګڼ شمېر نور هیجانوونکي مراسم او خپرونې په پام کې نیول شوي.

د دې ټورنمنټ په لومړنۍ ورځې، د پنځم څپرکې اتله لوبډله او د کابل زون استازې، شاهین آسمایي، د هېواد ختیځ زون استازې، د سپین غر بازان پر وړاندې ځي. د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۶ کال اتلولۍ ټورنمنټ دوې ډلې (الف او ب)، د پچې اچونې په یو ځانګړي مراسم کې څرګنده شوې. دا مراسم د وږې په ۳ نېټه کابل ښار کې په لاره واچول شوه او د طلوع ټلویزون له لارې خپور شوه.

د پرانېستنې مراسم او همدارنګه ټوله سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې په ژوند بڼه خپرېږي. سربېره پر دې، دا سیالۍ د غوره لیګ د وېب پاڼې او همدارنګه د نورو آنلاین پلټ فورمونو له لارې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي.

۱۳۹۵ کال کې، لږ تر لږه ۱۸.۶ میلیونه لیدونکو د هېواد د ننه او همدارنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېشت افغانانو د شاهین آسمایي او د میوند اتلان تر منځ پایلنې سیالۍ د طلوع ټلویزون ژوندۍ بڼه خپور او همدارنګه د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې له لارې ننداره کړه. سربېره پر دې، تېر کال له ۷۰۰۰ څخه زیاتره ننداره چیان د وروستۍ سیالۍ نندارې لپاره سټوډیوم ته راغلي وه. ښایي سږ کال دا شمېر لا زیات شي.

کرام الدین کریم، د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس وایي: «له هر څه نه وړانډې غواړم د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې پیل په اړه د افغانستان ټول شریف او درنو خلکو ته مبارکي ووایم. خوشاله یم چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د موبي‎ګروپ او د دې لیګ د مالي ملاتړ کوونکو، روشن او د پامیر ګروپ شرکتونو د همکارۍ سره، پنځه څپرکې په خوشالۍ او بریالۍ توګه تېرې کړې او اوس د دې لیګ شپږم څپرکی پیلوو. په داسې حال کې چې لیګ د ځینو ستونزو سره مخامخ دی مګر زموږ همکاران هڅه کوي تر څو دا ستونزې هم هوارې شي او په نږدې راتلونکې کې یو معیاري او له ستونزو څخه تش لیګ ولرو. د افغانستان فوټبال فډراسیون چارواکو او د افغانستان غوره لیګ د آسیا فوټبال کنفډارسیون له چارواکو سره ګڼ شمېر غونډې درلودې او خپرونه مو دا ده چې وکولای شو غوره لیګ ته وده ورکړو او زموږ لیګ د ټولو پام ځان ته واړوي. همدارنګه، د آسیا فوټبال کنفدراسیون له چارواکو سره د خبرواترو په لړ کې، وروسته له دې ټاکل شوې چې د افغانستان غوره لیګ اتل د افغانستان په استازېتوب د آسیا کلبونو جام کې ګډون ومومي. بیا هم هیله‎من یم چې د غوره لیګ شپږم څپرکی یو غوره او بریالی څپرکی ووسي او د خپل ټولو ګرانو خلکو څخه هیله‎من یم چې لوبغالې ته راشي او د خپل په زړه پورې لوبډلو څخه ملاتړ وکړي.»

شفیق ګوهري، د افغانستان غوره لیګ کمېشنر وویل: «ډېر زیات خوشاله یم چې د غوره لیګ د شپږم څپرکې پیل اعلانوم. اوس‎مهال د فوټبال تر ټولو غوره لوبغاړي د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د یو بل هیجانوونکي پړاو سیالیو لپاره کابل ښار کې سره راټول شوي. د فوټبال زرګونه مینه‎وال له ډېرې بې‎صبرۍ سره د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د سیالۍ نندارې په تمه دي. د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د خپل رسمي شریکانو د همکارۍ سره، موږ باور لرو چې دا به د تر دې مهاله پورې د افغانستان غوره لیګ یو له تر ټولو غوره څپرکی وي!»

سید الطاف الدک، د روشن اجرائیوی رییس وویل: «د افغانستان غوره لیګ د لومړني ملاتړکوونکي په توګه، موږ خوشاله یو چې له دې لارې، فوټبال د ټولو افغانانو کورونو ته لاره پیدا کړې ده. د فوټبال ورزش څخه د روشن ملاتړ، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال د ودې لامل شوی او موږ له دې امله ډېر زیات خوشاله یو چې غوره لیګ اوس‎مهال یو باثباته بنسټ دی چې د فوټبال استعدادونو د یو نوي نسل د ځلېدنې لپاره د فوتبال آسانتیاوې برابروي.»

"د پامیر ګروپ کمپنۍ (پامیر سېکلت او پارټي انرژي ډرېنک) ویاړي چې د افغانستان غوره لیګ د ملاتړ سره یې په هېواد کې د ورزش او فرهنګ د ودې په موخه ګامونه پورته کړي او ټاکل شوې چې د ورزش په برخې کې، په ځانګړې توګه د فوټبال په برخې کې خپله پانګه اچونه لا زیاته کړي. د پامیر ګروپ کمپنۍ د فوټبال ورزش وده د ځوانانو تر منځ د یو بل پالنې یو خدمت په توګه ګڼي او د خپلو نورو ټولنیزو او فرهنګي خپرونو تر څنګ، د فوټبال ملاتړ ته دوام ورکوي." حاجی پرویز فقیری، د پامیر ګروپ کمپنۍ رئیس.

د افغانستان غوره لیګ په اړه

د افغانستان غوره لیګ، په افغانستان کې لومړنی مسلکي فوټبال لیګ، د ۲۰۱۲ کال د چنګاښ په ۱۹ نېټه د فوټبال فدراسیون، په آسیا کې د فوټبال لومړنی فدراسیون چې په ۱۹۴۸ کال کې یې د فیفا غړیتوب ترلاسه کړ، او موبي ګروپ، په هیواد کې تر ټولو ستره رسنیزه ټولګه، له‎خوا په لاره واچول شو.

په دې لیګ کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه اته لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبېږي، د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي او نامتو څېرې هم هم په دې سیالیو کې د فوټبال نورو غوره لوبغاړو تر څنګ چې هر کال د سیمه‎ییز ټورنمنټونو (د غوره لیګ په لور) بهیر کې ټاکل کېږي، ګډون لري. په ډله‎ییز (پیلني) پړاو کې د اتو لوبډلو ګډون سره، د افغانستان غوره لیګ اصلي بهیر کې د سپټامبر او نوامبر میاشتو په لړ کې په ټوله‎ییز توګه ۱۸ هیجانوونکي سیالۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې ترسره کېږي. د غوره لیګ اصلي بهیر ټولې سیالۍ په ژوندۍ بڼه د موبي‎ګروپ رسنیزو کانالونو، طلوع ټلویزون، د هېواد تر ټولو نامتو ټلویزون، او لمر، د هېواد پښتو ژبې تر ټولو مخکښ کانال، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام، په هېواد کې تر ټولو مخکښ راډیویي کانالونو له لارې خپرېږي. همدارنګه، دا سیالۍ د غوره لیګ د ټولنیزو رسنیو د پلټ‎فرمونو له لارې، او همدارنګه د کېبل او نړېواله کانالونو له لارې خپرېږي.

 

د افغانستان فوټبال فډراسیون په اړه

د افغانستان غوره لیګ ۲۰۱۴ کال د افغانستان فوټبال فډراسیون یوه برخه ده. د فوټبال فدراسیون په هېواد کې د فوټبال اړوند ټوله‎ییزو چارو مسئولیت پر غاړې لري او په ۱۹۴۸ کال کې یې د فیفا غړیتوب ترلاسه کړ.

د فوټبال فدراسیون یوه غیر دولتي اداره ده چې په ۱۹۲۲ کال کې یې خپل فعالیتونه پیل کړه. د فوټبال فدراسیون یو غیر انتفاعي بنسټ دی. د یاد بنسټ موخه دا ده چې د فوټبال مینه‎والو او د هغو لوبغاړو لپاره چې کولای شي د فوټبال په پراخو ټولنو کې برخه واخلي، د ورزش آسانتیاوې برابرې کړي.

فدراسیون په دوامداره توګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ټورنمنټونو، لیګونو، او د اتلولۍ سیالیو په لاره اچونې سره د فوټبال په برخې کې فعالیتونه ترسره کوي. د افغانستان فوټبال فدراسیون د (فیفا) له‎خوا یو پېژندل شوی بنسټ دی.

د موبي‎ګروپ په اړه

موبي‎ګروپ، په مرکزي آسیا، منځني ختیځ او آفریقا کې مخکښ او بشپړ رسنیز او د اړیکو شرکت دی. د ۱۷ سوداګریو څښتنولۍ سره، دا ګروپ په بېلابېلو برخو کې، لکه ټلویزون، ډیجیټالي خدمتونو، د محتوا تولید، راډیو، ورزش او سټراټیژیکو اړیکو په برخې کې فعالیت ترسره کوي. موبي‎ګروپ د محتوا تولید په برخې کې یو مخکښ او اعتبار لرونکی شرکت دی. یاد ګروپ د «سن ډانس» فېلم فېسټوال ډالۍ، د بې‎پولې رپوټ‎وړاندې کوونکو بنسټ ډالۍ، د «فرانسې بنسټ» ډالۍ، او همدارنګه د «د سیئول نړیواله ډرام» ډالۍ ګټنې ویاړ ترلاسه کړی.

د روشن په اړه

روشن د ۱۳۹۵ کال را په دې خوا د افغانستان غوره لیګ رسمي شریک دی.

د روشن شرکت (په افغانستان کې د مخابراتو د ودې شرکت)، د ۶.۵ میلیونو څخه زیاتره ګټه‎اخیستونکو سره، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۲۸۷ سیمې تر پوښښ لاندې لري او د ۹۰۰ برحال کارکوونکو سره په ټول هېواد کې یو له تر ټولو مخکښ او بشپړ مخابراتي شرکت دی.

 

روشن په افغانستان کې د بریالېتوب له ریښتیني استازو څخه ګڼل کېږي، چې د یو کټالېسټ په څېر یې د هېواد په اقتصادي او اوږدمهاله ودې کې یې ډېر د پام وړ رول ادا کړی. په ۲۰۰۳ کال کې د فعالیت د پیل راهیسې، روشن په افغانستان کې له ۶۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیاتره پانګه اچونه کړې او د هېواد یو له تر ټولو ستر پانګه اچوونکی او مالیه ورکوونکی دی، څرنګه چې اټکل کېږي د هېواد په ټوله‎ییز کلنیز عاید کې روشن ۵ سلنه برخه ادا کوي.

نوموړی شرکت د افغانستان بیارغونې او ودې ته په ژوره توګه ژمن دی. د آغاخان اقتصادي مرستو بنسټ، د آغاخان د ودې شبکې یوه برخه، د روشن یو له تر ټولو ستر سهم لرونکی دی چې د مخ پر ودې نړۍ د خصوصي سکټور په برخه کې د فعالیتونو او د خصوصي شرکتونو د رامنځ ته کونې او ودې یو مخکښ ملاتړ کوونکو ګڼل کېږي.

د پامیر ګروپ شرکتونو ټولګې په اړه

د پامیر ګروپ شرکتونو ټولګه د ۱۳۹۶ کال چنګاښ میاشتې کې د افغانستان غوره لیګ رسمي شریکانو په جمع کې ګډون وموند.

زلال موفق، د پامیر ګروپ شرکتونو ټولګې یو شرکت د ۲ میلیونو ډالرو پیلني پانګې سره ۲۰۰۲ کال کې د هرات صنعتي پارکونو کې خپل کار پیل کړ. د بازار د غوښتنې سره سم، د پامیر ګروپ شرکتونو ټولګې بېلابېل تولیدات بازار ته وړاندې کړه، لکه د پارټي انرژۍ څښاک – د بېلابېلو طعمونو سره، د زلال معدني اوبه، د زم‎زم څښاک، د زمرد څښاک، د ماني جوس، او همدارنګه د موټرسېکل ۴۰ بېلابېل موډلونو تولید او مونټاژ. په ۲۰۱۱ کال کې، د نړیواله بازار د نورمونو پر اساس خپل د تولید د ودې لپاره، پامیر ګروپ د HAACP، ISO 9001، ISO 14001، ISO 22000، GMP، AS18001، OHS، او HALAL په شمېر، اووه نړیواله ستاین‎لیکونه تر لاسه کړه. دا د ټول هېواد لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده. 

د لا زیاتو معلوماتو او رسنیزو مرکو لپاره، تاسو کولای شئ لاندیني آډرسونو ته مراجعه وکړئ:

د افغانستان فوټبال فدراسیون:  

سید علي‌رضا آغازاده

سکرټر جنرال

د اړیکې شمېره: +93 (0) 78 88 98 898

Ali@aff.org.af

د افغانستان غوره لیګ:

خداداد شعیب

د ټولنیزو رسنیو برخې رییس

د اړیکې شمېره: +93 (0) 784 782 002

Khodadad.shoayb@mobygroup.com 

روشن:

شفیع شریفي

ریاست، اداري چارې

د اړیکې شمېره: +93 (0) 79 99 99 065

Shafi.sharifi@roshan.af

د پامیر ګروپ شرکتونو ټولګه:  

عبدالواحد واحدیار

د افغانستان غوره لیګ کې د پامیر ګروپ شرکتونو ټولګې استازی

د اړیکې شمېره: +93 (0) 747 142 289

wahidyar@pamircyclet.com