×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د افغانستان روشن ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ ټورنمنټ پیل د وږې په ۴ نېټه

سې شنبې د ۱۳۹۵ کال د وږې ۲ نېټه، کابل – د افغانستان روشن غوره لیګ خپل د ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ ټورنمنټ د وږې په څلورمې ڼېټې له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچوي.

د پرانېستنې محفل د ځینې بیلابیلو او په زړه پورې خپرونو سره، لکه په ژوندۍ بڼه د دریو افغان ستورو له خوا د افغانستان روشن غوره لیګ د سندرې ترسره کول او همدارنګه د ګډون کوونکو له خوا د افغانستان جمهوري اسلامي درې رنګه بیرغ سره د اسټدیوم ښکلي کول او داسې نورو هیجانوونکو خپرونو سره لمانځل کېږي.

د پرانیستنې محفل وروسته، د دې ټورنمنټ لومړۍ سیالۍ د سپین غر بازان )د تېر کال اتل او د ختیځ استازی( او د سیمرغ البرز )د شمال استازی( تر منځ ترسره کېږي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۵۹ کال د زمري په ۱۶ نېټه، د یوې رڼی پچه اچونې او ژوندۍ ټلویزوني خپرونی له لاری ټولې لوبډلې په دوو A او B ډلو کې ووېشل شوی.

د پرانیستنې محفل او ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، د آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام راډیوګانو، او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ ټولنیزو رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال د هېواد د ننه او بهر، د افغانستان ۵۷ سلنه وګړو )څه دباندې ۱۸.۶ میلیونه افغانانو( د سپین غر بازان او شاهین آسمایي تر منځ د افغانستان روشن غوره لیګ پایلنې سیالۍ ننداره کړه. )سروې ۲۰۱۵ کال(.

ښاغلی کرام الدین کریم د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس وایي: "په تېرو څلورو فصلونو کې موږ د ملي لوبډلې په بېلابېل عمر لرونکي لوبډلو او همدارنګه د هېواد ملي لوبډلې د مشرانو ټیم کې د افغانستان روشن غوره لیګ څخه د نوي لوبغاړو د شتون شاهدان وو. موږ وکولای شو داخلي لوبغاړي چې د ملي لوبډلې غړیتوب لري، د دې لیګ څخه غوره کړو ۲۱ ، او ۲۳ کلنو لپاره هم وکولای شو غوره ، او د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو ټاکنې آسانه کړو. موږ د ملي لوبډلې د ۱۹ لوبغاړي وړاندې کړو چې اوس مهال د افغانستان روشن غوره لیګ په لوبډلو کې شتون لري چې همدارنګه په ملي لوبډلې کې هم د هغو د غوره ځلېدنې شاهدان وو."

ښاغلي کریم خواجه د روشن شرکت اجراییوي رییس وایي: "موږ په روشن شرکت کې د ورزش څخه د ملاتړ لپاره ژمن یو. ورزش په اصل کې یوې ځانګړې موخې ته د رسېدو لپاره یو ډله ییز کار دی. له همدې چلند سره، د افغانستان روشن غوره لیګ ټولو ځوان افغانانو لپاره یو فرصت برابر کړی تر څو له یو بل سره یو ځای د غوره استعدادونو د ځلېدنې لپاره هلې ځلې وکړي. د افغانستان روشن غوره لیګ څخه زموږ ملاتړ د دې لامل شوی چې افغان ځوانان وکولای شي په نړیواله ورزشي لوبغالو کې خپل د هیواد څخه په سمه توګه استازیتوب وکړي او د خپلو خلکو لپاره ویاړ ترلاسه کړي."

ښاغلي شفیق ګوهري د افغانستان روشن غوره لیګ کمېشنر وایي: "په هېواد کی د ګڼ شمېر ستونزو سربېره، د افغانستان روشن غوره لیګ وکولای شو خپل تېر څلور فصلونه د خپلو شریکانو د پرلپسې همکاریانو سره پای ته ورسوي. موږ د افغانستان روشن غوره لیګ دوام ته چې په افغانستان کې د فوټبال لومړی مسلکي لیګ دی، ژمن یو. اوس مهال د افغانستان روشن غوره لیګ د هیله منتیا او ملي وحدت سمبول پېژندل کېږي او هر افغان د وږې)سنبلی( په میاشتې کې د ټورنمنټ د پیل انتظار باسي."

 

د روشن مخابراتي شرکت په اړه

روشن )دافغانستان دمخابراتو د پراختیا شرکت( د افغانستان مخکښه مخابراتي کمپنۍ ده چی تر ۶.۵ میلونو څخه ډیر فعاله پیرودونکي او تر ټولو غوره شبکه لري چی د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۸۷ څخه ډیرې ولسوالۍ او ښارونه یې د پوښښ لاندې راوستې دي.

روشن د افغانستان د بریاوو ښه نمونه ده چی د هیواد په پرمختګ کې فعاله ونډه لري. په ۱۳۸۲ کال کې د فعالیت پیلولو څخه تر دې دمه یې په افغانستان کې ۷۰۰ میلونه ډالره پانګه اچونه کړې ده او د هیواد تر ټولو لویه پانګه اچوونکې او مالیه ورکوونکې کمپنۍ ده چی د افغانستان د کلني داخلي عوایدو تقریبا ۵ سلنه برابروي. روشن په مستقیمه توګه تقریب ا ۹۰۰ افغانان په کار ګمارلي چی دهغو له جملې څخه ۱۹ سلنه یې ښځې دي. او همدارنګه ۳۵۰۰۰ افغانانو ته یې په غیر مستقیمه توګه د کار آسانتیا برابره کړې ده.

چی د آقا ،)AKFED( روشن د افغانستان بیارغونې او پرمختګ ته هراړخیزه ژمنتیا لري. د اقتصادي پرمختګ لپاره د آقا خان سپما یوه برخه ده، د روشن تر ټولو ډیر پانګه اچوونکې دې چی په وروسته پاتې هیوادونو کې د )AKDN( خان د پرمختیایې شبکی )MTI( اقتصادي زیربناګانو او شخصي تشبثاتو څخه ملاتړ کوي. همدارنګه دروشن یو اندازه پانګه اچونه د موناکو ټیلیکام انټرنیشنل او تیلیا سونیرا له خوا تر سره شوې. روشن افغانستان ته نړیوال مهارتونه راوړي او د افغانانو لپاره د باکیفیته شبکې چمتو کولو ته ژمن دې.

 

د پامیر ګروپ په اړه

د پامیر ګروپ شرکتونه د ۱۳۹۵ کال د زمري میشاتې څخه د دریو راتلونکو میاشتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ دی. » رسمي شریک «

د زلال موفق صنعتي شرکت چې د پامیر ګروپ له شرکتونو ټولګې څخه دی، د دوو میلیونو ډالرو پانګې سره په ۱۳۸۱ کال کې د هرات په صنعتي شهرک کې د زلال معدني اوبو له تولید سره خپل کار پیل کړ. د بازار د غوښتنو سره سم، چې د بې سارې ودې ښکارندویي کوي، دا شرکت ژمن شو چې د زم زم څښاک، د زمرد څښاک، د ماني څښاک، د مېوې اوبو جوس او د پارټي انرژي په څېر نور بېلابېل محصولات هم بازر ته وړاندې کړي. د 40 ډول موټرسېکلونو تولید او مونتاژ سره، په ۱۳۹۰ کال کې د عالي کیفیت او نړیواله معیاري ستنډرډونو درلودو لپاره، د زلال موفق شرکت وکولای شو سرټیفیکېټونه HALAL او ،OHS AS18001 ،G.MP ،ISO22000 ،ISO14001 ،ISO 9001 ،HACCP د ترلاسه کونې سره زموږ د ګران هېواد ویاړ لا زیات کړي.

 

د افغانستان روشن غوره لیګ په اړه

د افغانستان روشن غوره لیګ په هېواد کې د فوټبال لومړنی مسلکي لیګ دی چې د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۹ نېټه د افغانستان فوټبال فډراسیون )د آسیا لومړنی فوټبال فډراسیون چې په ۱۹۴۸ کال کې یې خپل غړیتوب ترلاسه کړ(، د موبي ګروپ )په افغانستان کې تر ټولو لویه رسنیزه ټولګه( او همدارنګه د روشن مخابراتي شرکت )په هېواد کې مخکښ په نامه یو » شین میدان « مخابراتي شرکت( له خوا، په لاره واچول شو. د ملي لوبډلې لوبغاړي هغه ځوانان دي چې د ټلویزوني خپرونې له لارې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه ټاکل شوي دي. د افغانستان روشن غوره لیګ به د وږی )سنبلی( او تلی )میزان( په میاشتو کې د ۸ لوبډلو او ۱۸ لوبو سره د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره واچول شي او دا لوبډلې به پایلوبی او نیمه پایلوبی سیالیو ته د لارې موندنې لپاره ولوبېږي. دا سیالۍ په بشپړه توګه د طلوع )تر ټولو زیات او » آرمان اف ام « لیدونکي لرونکی ټلویزوني شبکه( او لمر )د پښتو ژبې مخکښه شبکه( ټلویزونونو او همدارنګه د راډیوګانو له لارې خپرېږي. دا سیالۍ د کېبل له لارې هم په ټوله نړۍ کې خپرېږي. » آراکوزیا اف ام «

 

:)AFF( د افغانستان فوټبال فډراسیون په اړه

د افغانستان روشن غوره لیگ د افغانستان فوټبال فډراسیون تر واک لاندې دی. دا فډراسیون په هېواد کې د فوټبال ورزشي رشتې مسئولیت په غاړه لري چې په ۱۳۲۷ کال کې د فیفا غړیتوب یې خپل کړی.

د افغانستان فوټبال فډراسیون یو غیردولتي بنسټ دی چې خپل فعالیتونه یې د ۱۳۰۰ هجري لمریز کال راهیسې پیل کړي. دا فډراسیون یو غیر انتفاعي بنسټ دی او غواړي یوه داسې فضا رامنځ ته کړي چې په هغه کې د فوټبال مینه وال وکولای شي د فوټبال پراخې ټولنې کې ګډون ومومي او د هغه یوه برخه ووسي. دا فډراسیون د فوټبال بېلابېلې سیالۍ د ټورنمنټونو، لیګونو، جامونو له لارې په لاره اچوي او افغانستان کې فوټبالي پوهنیز کورسونه هم مخ ته وړي. د افغانستان فوټبال فډراسیون د )فیفا( نړیوال فډراسیون له خوا په رسمیت پېژندل شوی او کارکوونکي یې د مسلکي پلوه د فیفا او د افغانستان فوټبال فډراسیون له خوا د تأیید وړ دي.

 

د موبي ګروپ په اړه

وه مخکښه رسنیزه ټولګه ده چې څو ټلویزوني شبکې لري. د مرکزي او منځني آسیا څخه تر منځني ختیځ ،» موبي ګروپ « او آفریقا پورې، د ډیجیټلي، خپرونې تولید، راډیو، ورزش او اسټراټیژیکو اړیکو په برخې کې د ۱۷ سوداګریو څښتنولي او مدیریت په واک کې لري. موبي ګروپ خپل د فعالیتونو او محتوا زیاتې نامتووالې سره، بریالی شوی چې ګڼ شمېر نړیواله ډالۍ لکه د سن ډانس فېلم فېسټېوال، بې پولې خبریالان، د فرانسې بنسټ او د سیول نړیواله ډرامې جایزی خپلی کړي.