×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
ویډیويي او غږیز کنفرانس

نن سبا تر بل هر وخت، سوداګریز معاملات په ډېره چټکه توګه ترسره کېږي چې څرګندوي نړۍ په یوه وړه سیمه بدله شوې. د روشن له کنفرانسي خدمتونو سره خپله لومړنۍ پانګونه کمه کړئ او ستاسې له اړتیا سره سم وده وکړئ.

کنفرانسي اړیکې
ستاسې کاري ناستې، ډله ییزې خبرې اترې او یا ذهني بحثونه په هر ځای او هروخت چې وغواړئ، د کنفرانسي اړیکو په مرسته ترسره کړئ. له دغو خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې پر مهال، تاسې کولی شئ په اسانۍ له څو کسانو سره خبرې وکړئ. یوازې یو څه ته چې اړتیا لرئ هغه ستاسې موبایل دی.  


له کنفرانسي اړیکو سره تاسې کولی شئ:

  • له ډېر نوښت او د لګښتونو له کمیدو خوند واخلئ..
  • د سفر لګښت مو کم کړئ.
  • هر وخت چې وغواړئ حد اکثر له 6 کسانو سره ناستې ولرئ.

 

له کنفرانسي اړیکو څخه ګټه اخیستل**

  1. . لومړنۍ اړیکه مو ونیسئ.
  2. . کله مو چې اړیکه ونیول شوه، لومړنۍ اړیکه په انتظار کې پرېږدئ او له دویمې شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
  3. . کله چې دویم کس اړیکې ته ځواب ورکړ، د خپل موبایل له مینیو مو Join/Conference Call (له کنفرانس سره پیوستون) غوره کړئ.
  4. . یو پیغام را څرګندیږي، چې تاسې د کنفرانسي اړیکې څخه خبر کړي.
  5. . د نورو شمیرو د ډېرولو پر مهال همدغه پروسه بیا ترسره کړئ.

 

لګښت او وخت: تاسې حد اکثرا 6 کسان زیاتولی شئ، چې د هر کس هره دقیقه په بیل ډول، تاسې ته د لګښت په بڼه حسابیږي. د بېلګې په ډول که تاسې له دریو کسانو سره یوه دقیقه کنفرانسي اړیکې ونیسئ، تاسې ته درۍ عادي دقیقې حسابیږي..

 

 

ارتباط ویډیو کنفرانس

له ارتباط له ویډیو کنفرانس سره تر پولو، فیزیکي واټن او جغرافیايي سیمو ها خوا ګام واخلئ.

د سفر وخت او لګښت کم کړئ:

ویډیويي ناستې، خبرې او کنفرانسونه د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې د خلکو په ګډون ترسره کړئ او شخصي اړیکې مو ډېرې کړئ.

 

شرایط او ضواط:

 

دغه ځانګړنه یوازې د سعادت سیمکارت درلودونکو لپاره د لاسرسي وړ ده

*موبایل مو باید ددغې ځانګړنې د ملاتړ وړتیا ولري.

 

د نورو معلوماتو لپاره:

له 333 شمېرې سره اړیکه ونیسئ چې د روشن دپیرودونکو دخدمتونو له کوم غړي سره خبرې وکړئ.

د پېرودونکو د انټرنټ خدمتونه او د اړیکې نور ټوببیزخدمتونه د Multinet په همکارۍ چې د انټرنټي خدمتونو یو وړاندې کوونکی راجسټر شوی افغاني شرکت دی وړاندې کیږي.