×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د اړیکې مرکزونه

د اړیکې د مرکزونو رامنځ ته کول، د هغو مدیریت او ساتنه کېدلی شي ګرانه، سخته او وخت ته اړتیا ولري. خو اوس د اړیکې مرکز له خدمتونو/ د روشن له غږیزې اړیکې سره، تاسې کولی شئ خپله لومړنۍ پانګونه کمه کړئ او ستاسې له اړتیاوو سره سمه وده وکړئ.

د اړیکې مرکزونه

 

په نني رقابتي او له ازدحامه ډک بازار کې، پېرودونکو ته غوره خدمتونه ډېر ارزښتمن دي. د اړیکې د خدمتونو مرکز/ د روشن غږیزې اړیکې څخه په ګټې اخیستنې لوی او واړه نوي شرکتونه کولی شي د خپلو پېردونکو خدمتونه په اسانۍ پیاوړي کړي.

عصري زېربنا او آسانتیاوې

  • ارزانه:  داسې ډيزاین شوي چې له پېرودونکو سره مو د ټلفون/ د غږیز سیسټم له لارې په اړیکه کې وی او همدا ډول د خپل شرکت لپاره یو ارزښتمن ډېټابېس رامنځ ته کړئ.
  • آسانه ورکړه د اړیکې د مرکز لپاره د زېربنا د رامنځ ته کولو ته مخکې له مخکې پانګونې اړتیا نشته. یوازې کافي ده چې د کارکوونکي لګښت او د هغو ځانګړنو لګښت چې اړتیا ورته لرئ ورکړئ. 
  • د تولید وړتیا لوړول:  خپلی بوختیاوی کمی کړئ تر څو پيرودونکو ته او د نوو پیرودونکو پیداکولو لپاره وخت ولرئ.
  • اختصاصي حل لارې:  ستاسې د کوچنۍ یا لویې سوداګرۍ لپاره متناسبې حل لارې
  • ډېره انعطاف مننه: په ازدحامي ساعت کې د خپل ځان اړتیاوې ډېرې یا کمې کړئ.
  • د غیر ضروري سوداګرۍ حذف:  تاسې ته اجازه درکوي چې په خپله اصلي سوداګرۍ تمرکز وکړئ او موږ هم په ورته وخت کې ستاسې پېرودونکو ته خدمتونه وړاندې کړو او نوې طرحې رامنځ ته کړو.
  • ماهر کاري ځواک:  ستاسې د اړتیاوو د ځواب ویلو لپاره غوره شوي.
  • مسلکي روزونکي، له نړیوالو معیارونو سره سمې روزنې ورکوی.
  • د څارنې/ اړیکې د ثبت په ځانګړنو سمبال شوې، چې له تاسې سره مرسته کوي د هر پيرودونکي له اړیکې څارنه وکړئ او د خدمتونو له کیفیت څخه ډاډمن شئ
  • د پېرودونکو د اړیکې د مدیریت د خدمتونو له ادغام سره، (CRM): د روشن د اړیکې مرکز د څارنې/ د اړیکې د ثبت پر اسانتیا مجهز شوی چې له تاسې سره مرسته کوي د هر پیرودونکي اړیکه و څارئ، تر څو د خدمتونو له کیفیت څخه باور تر لاسه کړئ.

د خدمتونو ګټې

له پېرودونکي سره د اړیکې د کیفیت ښه والی

  • چټک ځواب ورکول
  • د پوښتنو اړوند ځواب ورکول: پيرودونکي به له یوې فعالې څانګې سره چې د ستونزو د هوارۍ وړتیا لري، یو ځای شي.
  • شخصي ځواب: د اړیکې زیاتېدل ( د دې لپاره لازم شرایط چې ستاسې استازي وکولی شي د پېرودونکو ارشیف شويو فایلونو ته لاسرسی ولري)

 خپل خرڅلاو مو ډېر کړئ او د خپلو پېرودونکو خدمتونه مو لا اغیز من کړئ

د برنډ اړوند معلومات او محصولات کولی شي د اړیکې نیوونکي لپاره د ښه راغلاست پیغام له لاری شریک شي.، کېدلی شي د مننې بیانوونکي پیغامونه ستاسې پېرودونکو ته ولیږل شي او همدا ډول ترتیب شوي وختونه وړاندې کیږي چی ستاسو سره د استازو د کړنو په لاښه کولو کی مرسته کوي.

د اغیزمنتوب ډېروالی

دا چې دغه خدمتونه په بشپړ ډول زموږ له خوا وړاندې کیږي، تاسې کولی شئ عملیاتي مسایل موږ ته پرېږدئ تر څو تاسې یوازې په خپله سوداګرۍ تمرکز ولرئ.

ستاسې د اړیکې د مرکز د کارکوونکو د ملاتړ زیاتوالی

د اړیکو مدیریت، لېږدول او توزیع د ACD ځانګړنې له مخې مدیریت کیږي (د اړیکو اتومات توزیع کوونکی) . له دغې ځانګړنې سره ډاډمن کیږئ چې اړیکه او د هغو په اړه ټول معلومات په بشپړ ډول ادغامیږي او ستاسې پېرودونکي په اغیزمن ډول بل استازي ته چې د لاسرسي وړ دی، راجع کیږي او د پېرودونکي په اړه پوره معلومات هغه استازي ته چې ځواب وايي وړاندې کېږي. نور وسایل هم په لاسرسي کې دي چې ستاسې د استازو لپاره د اغیزمن ځواب ویلو په برخه کې مرسته وکړي.