×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د ډېټا مرکزونه

له هغې پانګونې څخه د ګټې اخیستنې لپاره چې روشن په خپل ډېټاسنټر کې ترسره کړې، تاسې کولی شئ خپله سوداګري پرانیزئ. تاسې کولی شئ د روشن د ډېټاسنټر له خدمتونو څخه په ګټې اخیستو، خپله لومړنۍ پانګونه کمه کړئ او له اړتیا سره سم وده وکړئ.

 د ډېټا مرکزونه

تاسې به له یو امن ځای څخه چې کارکوونکي یې هره ورځ 24 ساعته او په اونۍ کې اوه ورځې ستونزو ته د رسیدو یا ساتنې لپاره کار کوي برخمن شئ او همدا ډول تاسې له ډاډمنی بریښنا او چټک انټرنټ څخه هم برخمن کیږئ.

له دې لارې تاسې د دوامداره او چټک لاسرسي له وړتیا څخه ګټه اخیستلای شئ، پروا نه کوي له دفتر، کور او یا د نړۍ له هر ځای څخه کولی شئ خپلو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړئ.

 

د ډېټا مرکزونو جوړښت

  • د ژوند د چاپېریال کنټرول
  • د څارنې سیسټمونه (امنیتي کامرې)
  • 24 ساعته امنیت
  • د لوګي او اور د پيژندنې سیسټم
  • د غیر ضروري برېښنا اتصال
  • یو، پي، اس او د ډيزلي برېښنا سیسټم
  • تر پېښې وروسته نورو شبکو ته د اصلي سیسټم د اتصال لپاره د اطلاعاتو د بیا موندنې د رامنځ ته کېدو امکان

 

د شبکې د اتصال خدمتونه

  • اتصال
  • د ګډون ته وړاندې شویو جوړښتونو لپاره د لاسرسي پورټونه
  • عمومي آي، پي ادرسونه 

 

رک سپس

  • بشپړ او اختصاصي رک سپس

 

د خدمتونو مدیریت د ډېسک د سروېس مدیریت

  • 24 ساعته خدمتونه
  • له ډېسک سروېس څخه 24 ساعته او د اونۍ اوه ورځې ملاتړ
  • د خدمتونو لپاره د اړیکې یو ټکی – 24 ساعته او د اونۍ اوه ورځې خدمتونو ته لاسرسی

 

د نړۍ په کچه د روشن خدمتونه او ګټې 

  1. . آسانه ورکړه

د شبکه يي زېربنا د رامنځ ته کولو لپاره د مخکې له مخکې پانګونې اړتیا نشته. د روشن له خدمتونو سره هر وخت چې وغواړئ د هغو ځانګړنو لګښت چې اړتیا ورته لرئ ورکړئ.

  1. اختصاصي حل لارې 

ستاسې د کوچنۍ یا لویې سوداګرۍ لپاره متناسبې حل لارې

  1. عصري زېربنا او آسانتیاوې

ډاډمنه شبکه يي زېر بنا د مخکښې صنعتي ټکنالوژۍ په مرسته جوړېږي.

د 64 تر 4096 Kbps پورې د band width چینل غوره کړئ. زموږ د خدمتونو کیفیت د ډېټا د لیږد له نړیوالو معیارونو سره برابر دی.

  1. ماهر کاري ځواک

ستاسې د اړتیاوو د ځواب ویلو لپاره غوره شوی. مسلکي روزنکي په نړیوالو معیارونو روزنه ورکوي.

د نورو معلوماتو لپاره - 333 سره اړیکه ونیسئ او یا د روشن ټیم له کوم غړي سره خبرې وکړئ.
د پېرودونکو انټرنټ خدمتونه او د ارتباط نور ټولیز خدمتونه، د Multinet شرکت په همکارئ، چې یو راجستر شوی افغاني انټنرټي شرکت دی وړاندې کیږي.