×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
واحدې اړیکې

له خپلو پېرودونکو او کارکوونکو سره مو ډېرې نږدې اړیکې ولرئ. اوسني نوي لوی او واړه شرکتونه کولی شي له څوګونو چینلونو څخه ګټه واخلي او له خپلو اصلي برخوالو سره په اړیکه کې شي او دوی له مهمو پیښو او معلوماتو خبر کړي.

 واحدې اړیکې

د روشن د اړیکو د وسایلو ټولګه به ستاسې د سوداګرۍ له ودې سره مرسته وکړي او هغه د پېرودونکو د پاملرنې په سر کې راولي.

میزي ټلیفون

ثابتو شمېرو ته د داخلي او بهرنیو اړیکو اسانه کول

خپلې ثابتې اړیکې مو په ښه ډول له PABX سره ترسره کړئ.

 

With PABX -

  • د مېز سر ټلفونونه د دفتر له شبکې سره تړلی دي.
  • هر کارکوونکی د داخلي اړیکو لپاره یو شخصي فرعي کوډ تر لاسه کوي.
  • کارکوونکی کولی شي د شرکت د ننه شمېرو ته په وړیا توګه زنګ ووهي.
  • روشن شمیرو ته د خارجي اړیکو لپاره غوره نرخونه وړاندی کیږي.

  

ډله ییز لیکلی پیغام

هغه بې ساری خدمتونه چې له تاسې سره مرسته کوي له یوه کلیک سره، ډېرو مخاطبانو ته خپل پیغام واستوئ.

د روشن د تبلیغاتي لیکلي پیغام له خدمتونو سره، کولی شئ د خپلې خوښې پیغام چمتو کړئ او هغه یوازې په یوه کلېک خپلو پېرودونکو ته واستوئ.

د روشن د امنیتي پیغام له خدمتونو سره، د شرکتونو لرونکي کولی شي په بیړنیو حالاتو کې، خپل کار کوونکي په چټک او امن توګه خبر کړي

 

د ټولیز پیغام له خدمتونو سره

  • خپلو پېرودونکو ته د پیغام لېږدولو وخت او مهالویش غوره کړئ
  • دغه خدمتونه په ځانګړي توګه ستاسو لپاره تیار شوي تر څو خپل پیغام مو هر وخت چی خوښه وي، واستوي.
  • خپل پېرودونکي مو ډلبندي کړئ او د هغوی هرې ډلې ته ځانګړی پیغام واستوئ.
  • خپل پېرودونکي مو خوښ وساتئ او له هغوی سره په اړیکه کې اوسئ او همدا ډول د خپل شرکت په اړه د هغوی باور ترلاسه کړئ.
  • د خپل پیغام منځپانګه مو د خلکو یوې ځانګړې ډلې ته چې په مسلکي ډول ډيزاین شوې واستوئ.
  • د دغو خدمتونو د مسلکي او له اسانتیاوو ډکې فضا څخه خوند واخلئ.
  • خپل وخت و سپموئ او ډېرو پېرودونکو ته لاسرسی پیدا کړئ.
  • د انعطاف وړ ځای

  

امنیتي لیکلی پيغام

اوس د روشن له امنیتي لیکلي پیغام سره کولی شئ خپل همکار پيرودونکي او د دوی کارکوونکي له یوه چټک او باوري پیغام سره له بیړنیو مواردو خبر کړئ. (د روشن امنیتي لیکلی پیغام کولی شي په بیړنیو حالاتو کې ستاسې ټول پيرودونکي او کارکوونکي په چټکه اوباوري توګه خبر کړي)

 

لګښت -2.5 افغانۍ هرې شمېرې ته د پیغام استولو لپاره

شرایط او ضوابط

دغه خدمتونه یوازې د روشن عمده پيرودونکو لپاره د لاسرسي وړ دي. د نورو معلوماتو لپاره د روشن ټیم له کوم غړي سره په اړیکه کې شئ.

 

اتومات غږیزه اړیکه

د روشن اتوماته غږیزه اړیکه د انعطاف وړ محصول دی چې په مرسته یې کولی شئ خپل سوداګریز وړاندیزونه، طرحې، خدمتونه او سوداګریز پیغامونه خپلو پیرودونکو ته وړاندې کړئ.

 

تاسی کولی شئ: -

  • د غوره شویو ډلو لپاره لیکلی پيغام واستوئ.
  • د ټول هېواد په کچه د سروې ترسره کولو له لارې د پېرودونکو له اړتیاوو خبر شئ.
  • خپلو پیرودونکو ته د هغوی د اړتیاوو سره سم محصولات وړاندی کړئ.

 

د شرکتونو لپاره د اړیکې نغمه (CRBT)

د انتظار پر مهال د موسیقي خپرول او د شرکتونو معلومات

د شرکتونو لپاره د اړیکې نغمه (CRBT) شرکتونو ته امکان برابروي، کله چې پيرودونکي له هغوی سره اړیکه نیسي، وکولی شي خپل محصولات ورته تبلیغ کړي او په مستقیم ډول بازار موندنه وکړي او پيرودونکي له خپلو ارزښتونو او خدمتونو خبر کړي.

 

د شرکتونو لپاره د اړیکې له نغمې سره، تاسې کولی شئ -

  • د انتظار پر مهال مو د پيرودونکو اړیکه د خپلو محصولاتو په تبلیغ بدله کړئ او یا هم د خپل شرکت ځانګړې موسیقي خپره کړئ.
  • د بېلا بېلو وختونو لپاره، د اړیکې ځانګړې نغمې غوره کړئ – د بېلګې په ډول د سهار، د رخصتیو، د نوروز، د اختر او نوري.
  • خپلې سوداګرۍ او نویو محصلاتو ته ښکلا ورکړئ او خپلې سوداګریزې اړیکې مو له پيردونکو سره پیاوړې کړئ.