×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
دروشن په اړه
دروشن په اړه

د روشن شرکت( دافغانستان ټلکام پراختیایي شرکت) د مخابراتي خدمتونو تر ټولو مخکښ  وړاندې کوونکی په افغانستان کې دی چې  6.5 میلیونه فعاله پیرودونکي لري. د هیواد 34 ولایتونه   د روشن  شبکې  تر مخابراتي پوښښ لاندې دي او  په ټينګار سره د افغانستان بیا جوړولو او پراختیا ته ژمن دی.

روشن د افغانستان د بریالیتوب یوه ریښتنی کیسه ده، چې د هیواد په اوږد مهاله ودې او اقتصادي غوړیدنه کې  د کار له  پیل نه تر اوسه د 750 میلیون  امریکایی ډالره نه زیاتې په پانګې اچونې سره فعال سهم لري. روشن په مستقیمه توګه تر 900 کارکوونکو زیات ګومارلي چې 97٪ یی افغانان دي او 19٪ یې  ښځې دي او په غیر مستقیمه توګه تر 35000 تنو نه یی زیاتو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د روشن شرکت موخه د افغانستان وده او بیاجوړنه ده چې د یواځینی سهم لرونکي له لوري، د آقا خان لګښت د اقتصادي پراختیا لپاره (AKFED) چې د آقا خان د پراختیایي شبکې(AKDN) برخه ده، ملاتړ کیږي. د آقا خان لګښت د اقتصادي پراختیا لپاره   (AKFED) خصوصي تشبثاتو ته پراختیا ورکوي او د پرمختګ په لورې نړی کې اقتصادي سالمې زېربناوو ته وده مینځته راوړي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک نه لیدنه وکړئ:

https://www.akdn.org/our-agencies/aga-khan-fund-economic-development

د پوښښ سیمه

د خپل شعار، یعنې نېږدې کېدل د ريښتيني کیدو لپاره، په افغانستان کې یو له بریالیو شرکتونو څخه زموږ لومړيتوب، د تر ټولو لومړنۍ انساني اړتیا پوره کول دي- یعنی اړیکه او یو له بل سره د خبرو زمینه.

د ارزښتمنواو پراخه پوښښ ساحې د خدمتونو وړاندې کولو ژمنتیا، له نورو سره زموږ د توپیر ټکی دی اوسمهال موږ په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو ستر وړاندي کوونکی شرکت یو.

  • د پوښښ له پراخې سیمې سره
  • د هېواد 70% سلنه خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کول.
  • په 230 ښارونو او ښارګوټیو کې
  • د افغانستان په ټولو 34 ولایتونو کې

موږ د نویو فرصتونو پیداکولو لپاره خپلو کوښښونو ته دوام ورکوو چې وکولی شو ستاسې د اړیکو اړتیا وې پوره کړو.

له موږ سره په اړیکه کې شئ

له موږ سره اړیکه ډېره اسانه ده.

له موږ سره اړیکه ونیسئ

  • له روشن سیمکارت څخه د اړیکې لپاره 333
  • له نورو داخلي شبکو څخه د اړیکې لپاره 334 079 997 1333
  • له هېواد څخه دباندې د اړیکې لپاره 335 +93(0) 79 997 1333

موږ ته ایمل وکړئ

roshanca@roshan.af

د روشن له مرکزه لیدنه وکړئ

کابل: د پيرودونکو د خدمتونو مرکز، د روشن څانګه، 13 سړک د اصلي سړک تر غاړې، وزیر اکبرخان، کابل، افغانستان. کاري وخت: د سهار له 8 د مازیګر تر 7 بجو پورې.

تل تاسې کولی شئ د ټول هېواد په کچه زموږ له پلورنځیو یوې ته ورشئ.

زمونږ ونډه وال

د آقا خان لګښت د اقتصادي پراختیا لپاره (AKFED)، د روشن مخابراتي شرکت ټولو اجراآتو او مدیریت مسؤلیت لري. د آقا خان لګښت د اقتصادي پراختیا لپاره (AKFED)، د آقا خان (AKDN) انکشافي شبکې برخه، د خصوصي شرکتونو او غیر انتسابي پراختیایي سازمانونو له ډلې څخه دی چې د پرمختګ په لور هیودادونو کې په ځانګړې توګه آسیا او افریقا کې فعالیت لري. د آقا خان لګښت د اقتصادي پراختیا لپاره (AKFED)، په افغانستان کې هم فعالیت لري او تر یو میلیارد امریکایی ډالر نه یې زیات د خصوصي سکټور په بیلابیلو برخو کې لکه: د مخابراتي خدمتونو وړاندې کول( د روشن مخابراتي شرکت)، مالي خدمتونه( د کوچني پورونو بانک)، میلمه پالنې صنعت( سرینا هوټل) او د بریښنا د تولید دستګاه ( د بدخشان بریښنا انرژي) یې پانګه اچونه کړې ده.

د آقا خان لګښت د اقتصادي پراختیا لپاره (AKFED) مشارکت او ملاتړ، د افغانستان مخابراتي سکتور کې د پیاوړیتوب او نوښتونو پراختیا او انکشافي برنامې چې د آقا خان انکشافي شبکې (AKDN) له لوري په هېواد کې په لاره اچول کېږي، وړاندې کوي. په دې برنامو کې د کلیو پراختیا، د کوچني پورونو لپاره د ساختارونو بیا جوړونه، د روغتیایي او ښوونیز وړتیا لوړول او د تاریخي او فرهنګي ځایونو بیا رغونه د ښار پراختیا ښه کیدو دیدګاه ته په نظر کې نیولو سره ، شاملیږي.

زمونږ ګاونډي هیواد کې، د آقا خان لګښت د اقتصادي پراختیا لپاره (AKFED) د دې هیواد تر ټولې لویې کمپنی ټي سل (T-Cell) خاوند دی. او همدارنګه د آقا خان لګښت د اقتصادي پراختیا لپاره (AKFED) د (Pamir Energy) چې د ثابتې برښنا وړاندې کوونکی د مناسبو نرخونو سره دی، لوی سهم لرونکی دی.