×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
روشن په افغانستان کی د 4G خدمتونه پيل کوي

 

رسنیزه خبرتیا

 

روشن په افغانستان کی د 4G خدمتونه پيل کوي

 

  ۱۹غوایې / ۱۳۹۶ (کابل، افغانستان) – روشن، د هیواد مخکښ مخابراتي شرکت نن اعلان وکړ چی ډیر ژر به په افغانستان کی  4Gخدمتونه په لاره واچوي. روشن په ۱۳۹۲ کال کی د لومړي ځل لپاره 3G خدمتونه وړاندی کړل او تر اوسه پوری یې د دی خدمتونو د پراخولو لپاره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو څخه ډیره پانګونه کړی چی دا خپلو پیرودونکو ته د غوره او کیفیت لرونکو انټرنیټي خدمتونو وړاندی کولو لپاره د روشن ژمنتیا ښایې. 

 

د روشن شرکت عملیاتي رئیسی آغلی شیرین رحمانی د خپلو خبرو په ترڅ کی وویل:" د 4G خدمتونو په لاره اچول د هغو پروګرامونو یوه برخه ده چی روشن د انټرنیټي پوښښ د پراختیا لپاره پیل کړي دي.دغه پروګرامونه په تیرو څو کالو کی په هیواد کی د انټرنیټي خدمتونو څخه د ګټی اخیستنی د ډیروالي په ځواب کی په کار اچول شوي دي." آغلی زیاته کړه: ". د 4G خدمتونو په برخه کی د روشن مخکښوالی به د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د کتلست دنده ترسره کړي، او خصوصي او دولتي سکتور لپاره به ډيری اجتماعي ګټی ولري چی د الکټرونیکي حکومت دارۍ په برخه کی پرمختګ کول یو له هغوی څخه ده."

 

د 4G خدمتونو په لاره اچولو سره به روشن وکولای شي چی د خپلی پراخه مخابراتي شبکی له لاری تر ټولو چټک او د لوړ کیفیت لرونکی انټرنیټ خپلو پیرودونکو ته وړاندی کړي تر څو هغوی وکولای شی د دی انټرنیټ له لاری د ایچ ډی ویډیوګانو لیدلو په شمول د هغو اپلکیشنونو څخه ګټه واخلي چی ډیر انټرنیټ ته اړتیا لري.

 

د روشن په اړه

 

روشن (دافغانستان دمخابراتو د پراختیا شرکت)  د افغانستان مخکښه مخابراتي کمپنۍ ده چی تر ۶.۵ میلونو څخه ډیر فعاله پیرودونکي او تر ټولو غوره شبکه لري چی د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۸۷ څخه ډیرې ولسوالۍ او ښارونه یې  د پوښښ لاندې راوستې دي.

روشن د افغانستان د بریاو ښه نمونه ده چی د هیواد په پرمختګ کې فعاله ونډه لري. په ۱۳۸۲ کال کې د فعالیت پیلولو څخه تر دې دمه یې په افغانستان کې ۷۰۰ میلونه ډالره پانګه اچونه کړې ده او د هیواد تر ټولو لویه پانګه اچوونکې او مالیه ورکوونکې کمپنۍ ده چی د افغانستان د کلني داخلي عوایدو تقریبا ۶ سلنه برابروي. روشن په مستقیمه توګه د ۷۰۰ په شاوخوا کی کارکوونکي لري چی دهغو له جملې څخه ۱۷ سلنه یې ښځې دي. او همدارنګه ۳۵۰۰۰ افغانانو ته يې په غیر مستقیمه توګه د کار آسانتیا برابره کړې ده.

 

روشن د افغانستان بیارغونې او پرمختګ ته هراړخیزه ژمنتیا لري.  د اقتصادي پرمختګ لپاره د آقا خان سپما (AKFED)، چی د آقا خان د پرمختیايې شبکی(AKDN) یوه برخه ده، د روشن تر ټولو ډير پانګه اچوونکې دې چی په وروسته پاتې هیوادونو کې د اقتصادي زیربناګانو او شخصي تشبثاتو څخه ملاتړ کوي. همدارنګه دروشن یو اندازه پانګه اچونه د موناکو ټیلیکام انټرنیشنل (MTI) او تیلیا له خوا تر سره شوې. روشن افغانستان ته نړیوال مهارتونه راوړي او د افغانانو لپاره د باکیفیته شبکې چمتو کولو ته ژمن دې. 

 

د روشن په اړه د لا نورو معلوماتو لپاره www.roshan.af  یا http://www.facebook.com/RoshanConnects  ته مراجعه وکړئ. تاسو همدارنګه کولای شۍ مونږ د ټویټر له لارې @roshanconnects تعقیب کړئ.