×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې اتلولۍ ټورنمنټ، د وږې ۱۶، ۱۳۹۶ کال

 

"په هېواد کې تر ټولو ستر او هیجانوونکی ورزشي بهیر"

کابل، د ۱۳۹۶ کال د وږې ۱۴ د افغانستان غوره لیګ د خپل اتلولۍ ټورنمنټ شپږم څپرکی د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې، د پنجشنبې په ورځ د سپټامبر په ۰۷ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو په لاره اچوي. د دې بهیر پیل د ۱۳۹۶ کال سیمه‎ییز ټورنمنټونو (د غوره لیګ په لور) بریالی پلي کېدنې ښکارندویي کوي چې په لړ کې یې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه، له هر زون څخه ۲۱ غوره لوبغاړي د ۸ غوره لوبډلو لپاره وټاکل شوه.

شاهین آسمایي، د میوند اتلان، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، موجهای آمو، د سپین‎غر بازان، د اباسین څپې، او عقابان هندوکش د غوره لیګ اته اصلي لوبډلې دي چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه استازېتوب کوي او د دې ټورنمنټ په ډله‎يیز پړاو کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي، څرنګه چې بلاخره یوازې ۴ لوبډلې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره مومي.

د ۱۳۹۶ کال غوره لیګ د پرانېستنې مراسم د غوره لیګ سندرې سره پيلېږي چې نامتو افغان سندرغاړي یې په لوبغالې کې په ژوندۍ بڼه ترسره کوي، ګڼ شمېر ننداره چیان د هېواد رنګین بیرغ جامې اغوندي او همدارنګه ګڼ شمېر نور هیجانوونکي مراسم او خپرونې په پام کې نیول شوي.

د دې ټورنمنټ په لومړنۍ ورځې، د پنځم څپرکې اتله لوبډله او د کابل زون استازې، شاهین آسمایي، د هېواد ختیځ زون استازې، د سپین غر بازان پر وړاندې ځي. د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۶ کال اتلولۍ ټورنمنټ دوې ډلې (الف او ب)، د پچې اچونې په یو ځانګړي مراسم کې څرګنده شوې. دا مراسم د وږې په ۳ نېټه کابل ښار کې په لاره واچول شوه او د طلوع ټلویزون له لارې خپور شوه.

د پرانېستنې مراسم او همدارنګه ټوله سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې په ژوند بڼه خپرېږي. سربېره پر دې، دا سیالۍ د غوره لیګ د وېب پاڼې او همدارنګه د نورو آنلاین پلټ فورمونو له لارې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي.

۱۳۹۵ کال کې، لږ تر لږه ۱۸.۶ میلیونه لیدونکو د هېواد د ننه او همدارنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېشت افغانانو د شاهین آسمایي او د میوند اتلان تر منځ پایلنې سیالۍ د طلوع ټلویزون ژوندۍ بڼه خپور او همدارنګه د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې له لارې ننداره کړه. سربېره پر دې، تېر کال له ۷۰۰۰ څخه زیاتره ننداره چیان د وروستۍ سیالۍ نندارې لپاره سټوډیوم ته راغلي وه. ښایي سږ کال دا شمېر لا زیات شي.

کرام الدین کریم، د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس وایي: «له هر څه نه وړانډې غواړم د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې پیل په اړه د افغانستان ټول شریف او درنو خلکو ته مبارکي ووایم. خوشاله یم چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د موبي‎ګروپ او د دې لیګ د مالي ملاتړ کوونکو، روشن او د پامیر ګروپ شرکتونو د همکارۍ سره، پنځه څپرکې په خوشالۍ او بریالۍ توګه تېرې کړې او اوس د دې لیګ شپږم څپرکی پیلوو. په داسې حال کې چې لیګ د ځینو ستونزو سره مخامخ دی مګر زموږ همکاران هڅه کوي تر څو دا ستونزې هم هوارې شي او په نږدې راتلونکې کې یو معیاري او له ستونزو څخه تش لیګ ولرو. د افغانستان فوټبال فډراسیون چارواکو او د افغانستان غوره لیګ د آسیا فوټبال کنفډارسیون له چارواکو سره ګڼ شمېر غونډې درلودې او خپرونه مو دا ده چې وکولای شو غوره لیګ ته وده ورکړو او زموږ لیګ د ټولو پام ځان ته واړوي. همدارنګه، د آسیا فوټبال کنفدراسیون له چارواکو سره د خبرواترو په لړ کې، وروسته له دې ټاکل شوې چې د افغانستان غوره لیګ اتل د افغانستان په استازېتوب د آسیا کلبونو جام کې ګډون ومومي. بیا هم هیله‎من یم چې د غوره لیګ شپږم څپرکی یو غوره او بریالی څپرکی ووسي او د خپل ټولو ګرانو خلکو څخه هیله‎من یم چې لوبغالې ته راشي او د خپل په زړه پورې لوبډلو څخه ملاتړ وکړي.»

شفیق ګوهري، د افغانستان غوره لیګ کمېشنر وویل: «ډېر زیات خوشاله یم چې د غوره لیګ د شپږم څپرکې پیل اعلانوم. اوس‎مهال د فوټبال تر ټولو غوره لوبغاړي د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د یو بل هیجانوونکي پړاو سیالیو لپاره کابل ښار کې سره راټول شوي. د فوټبال زرګونه مینه‎وال له ډېرې بې‎صبرۍ سره د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د سیالۍ نندارې په تمه دي. د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د خپل رسمي شریکانو د همکارۍ سره، موږ باور لرو چې دا به د تر دې مهاله پورې د افغانستان غوره لیګ یو له تر ټولو غوره څپرکی وي!»

سید الطاف الدک، د روشن اجرائیوی رییس وویل: «د افغانستان غوره لیګ د لومړني ملاتړکوونکي په توګه، موږ خوشاله یو چې له دې لارې، فوټبال د ټولو افغانانو کورونو ته لاره پیدا کړې ده. د فوټبال ورزش څخه د روشن ملاتړ، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال د ودې لامل شوی او موږ له دې امله ډېر زیات خوشاله یو چې غوره لیګ اوس‎مهال یو باثباته بنسټ دی چې د فوټبال استعدادونو د یو نوي نسل د ځلېدنې لپاره د فوتبال آسانتیاوې برابروي.»

"د پامیر ګروپ کمپنۍ (پامیر سېکلت او پارټي انرژي ډرېنک) ویاړي چې د افغانستان غوره لیګ د ملاتړ سره یې په هېواد کې د ورزش او فرهنګ د ودې په موخه ګامونه پورته کړي او ټاکل شوې چې د ورزش په برخې کې، په ځانګړې توګه د فوټبال په برخې کې خپله پانګه اچونه لا زیاته کړي. د پامیر ګروپ کمپنۍ د فوټبال ورزش وده د ځوانانو تر منځ د یو بل پالنې یو خدمت په توګه ګڼي او د خپلو نورو ټولنیزو او فرهنګي خپرونو تر څنګ، د فوټبال ملاتړ ته دوام ورکوي." حاجی پرویز فقیری، د پامیر ګروپ کمپنۍ رئیس.