×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د بزګرو د ملاتړ او د میندو د روغتیا لپاره د وړیا خدمتونو ۲۳۴ شمیرې پېژندنه

د بزګرو د ملاتړ او د میندو د روغتیا لپاره د وړیا خدمتونو ۲۳۴ شمیرې پېژندنه

د تلې.۲۵ مه. ۱۳۹۶ (کابل، افغانستان) – د افغانستان د اسلامي جمهوري د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ او د عامې روغتیا وزراتونه د روشن مخابراتي شرکت  سره د مشارکت له امله چې د افغانستان د مخکښو کمپنیو څخه ده، دا ویاړ لرې چې د ۲۳۴ شمېره د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه خپلو هېواد والو ته ور وپېژني، ترڅو هغوي وکولای شي چې په وخت سره اړینو او حیاتي معلوماتو ته د روغتیا او کرنۍ په برخه کې لاس رسی ولري.

د ۲۳۴ شمېرې خدمتونه د کار نړیوال سازمان یا (ILO) له خوا ملاټر شوي او دبشري منابع نړیوالې شبکې یا (HNI) له خوا د روشن مخابراتي شرکت له لارې تطبیق کیږي. د ۲۳۴ خدمتونو د کارونې سره افغان بزګر کولای شي چې د کرنۍ او کرنیزو محصولاتو په برخه کې مهمو،حیاتي، روزنیزو او ښوونیزو معلوماتو ته ښه لاس رسی ولري. له دې سره، یاد شوي خدمتونه به د میندو د روغتیایی معلوماتو د لاس رسي په برخه کې افغان میرمنو سره هم مرسته وکړي. د یادونۍ وړ ده چې زمونږ هېواد وال کولای شي چې دا خدمتونه په یوه میاشت کې ۵ ځله په وړیا توګه د روشن مخابراتي شرکت له لارې تر لاسه کړي.

د ۲۳۴ خدمتونه د معلوماتو د وړیا سرچینې په ډول به تل په فعاله توګه فعالیت ولري، ترڅو وکولای شي چې افغانو میرمنو او بزګرو ته د کرنې او د مور د روغتیا په برخه کې د ضرورت وړ معلومات چمتو کړي. زمونږ ګران هېوادوال کولای شي چې  یاد شوي معلومات هرکله چې وغواړي ترلاسه کړي او د هېواد په هر ګوډ کې د خپلو روشن سیمکارټونو له لارې د ۲۳۴ شمېرې سره په اړیکه کې شي. د دې پروژې موخه د راتلونکو درې کلونوپه لړ کې، د ۳ میلیونو څخه زیاتو خلکو روغتیا اوسلامتیا ښه کول دي.

ښاغلي حمداالله همدرد، د کرنې د ودې او پراختیا عمومي رییس وویل:" د امنیت په ډګر کې وروستیو بدلونونو ته په پام سره، دا زمونږ د پراختیایي شبکو لپاره ننګونې دي چې د هیواد په سطحه ټولو بزګرانو ته له نږدې نه پاملرنه وشي، نو له د مخې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت پریکړه وکړه چې  د ۲۳۴ ټیلیفوني خدمتونو نوی نوښت پیل کړي چې د دې موخه هم د هېواد هغو بزګرانو ته د معلوماتو برابرول دي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې اوسیږي او د کرنې په برخه کې لازمو موادو او دنوي کرنیزو کړنو په هکله، لازمه پوهاوی نلري. په ورته وخت کې، بزګران په ټول هېواد کې کولای شي د خپلو تلیفونونو له لارې د خپل ضرورت وړ معلوماتو ته لاس رسی ولري، ترڅو د هغوي سره مرسته وکړي چې د کرنې د تولید کچه لاهم لوړه کړي."

ښاغلي کریم خوجه، د روشن مخابراتي شرکت اجراییه رییس زیاته کړه:"  مونږ په روشن مخابراتي شرکت کې په دې باور یو چې د موبایلونو تکنالوژي کولای شي چې د خلکو ژوند د په څرګنده توګه ښه کړي. د ۲۰۰۳ کال له راهیسې،کله چې موږ د روشن مخابراتي شرکت تاسیس کړی، موږ پرله پسې هڅه کړې ده ترڅو موږ خپله شبکه او ټکنالوژي په تیره بیا د افغانستان په لرو پرتو سیمو او کلیو کې پراخه کړو،  تر څو د هیواد د خلکو په ژوند باندې ژوره او مثبته اغیزه ولري."

هغوي زیاته کړه:" د کرنې د ودې د پروژې د ۲۳۴خدمتونو پیل د روشن مخابراتي شرکت د ژمنتیاوو څخه شمېرل کیږي چې موخه یې د افغانانو پیاوړتیا ده ترڅو هغوي ته دا توان ورکړي چې حیاتي معلوماتو ته لاسرسۍ ولري او د روغتیا، کرنې او نورو مهمو ټولنیزو- اقتصادي شاخصونو په برخه کې د پوهاوی کچه لوړه کړي. دا د یادونې وړ ده چې موږ په خپل مشارکت، د افغانستان حکومت سره،چې غواړي له خصوصي سکټور او نړیوالو تمویل کوونکو سره له نږدې نه کار وکړي او د خلکو په ژوند کې مثبت پرمختګ راوړي، ډېر زیات ارزښت ورکوو اود هغه ستاینه کوو. "

د کار نړیوال سازمان یا (ILO) په اړه په افغانستان کې:

افغانستان په ۱۹۳۴ کال کې د کار نویوال له سازمان سره یوځای شو او په دې توګه یې د کارګرانو نړیوال سازمان کنوانسیون  ۱۹ مه شمېره تصویب کړه چې په دې کې د اتو اړینو ټړونونو په منیځ کې پنځه ټړونه شامل دي چې په لاندې ډول دي:

د کار نړیوال سازمان یا (ILO)  په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې خپل دفتر تاسیس کړی دی.

د کار د نړیوال سازمان یا(ILO) د همکارو بنسټونو سره / شریکانو سره په افغانستان کې کار کوي چې هغه لاندې بنسټونه دې:

  • د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت؛
  • د کارګرانو بنسټونه: د افغانستان د کارمندانو او کارګرانو ملي اتحادیه (NUAWE
  • د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې ؛

د کار نړیوال سازمان یا (ILO) په افغانستان کې د لاندې موخو د لاس ته راوړلو لپاره فعالیت کوي:

  • د کار نړیوال سازمان یا (ILO)  د ملګرو سازمانونو او نورو شریکانو ته تخنیکي مرستې برابروي ترڅو په ټول هیواد کې د کار ساحه لا پیاوړې کړي.
  • د قانوني او پالیسۍ پر بنسټ، ملاتړ کولو له لارې په کاري ځای کې د نړیوالو معیارونو، اصولو اواساسي حقونو پیاوړي او وده ورکول دي.
  • ټولینزمصوونیت ته وده ورکوي - ترڅو ټول نارینه او ښځینه وکولای شي چې اساسي ټولنیزاو اقتصادي امنیت ولري.
  • ترویج و تقویت گفتمان های اجتماعی – بالای کارمندان و نهاد های نیرومند و مستقل تمرکز نموده، تا میزان بهره وری را افزایش بخشند، از منازعات در محل کار خودداری نمایند و جوامع متحد را شکل دهند.
  • د ټولنیزو خبرو اترو پیاوړتیا او وده – په پیاوړو او خپلواکه کارکوونکو او بنسټونو تمرکز وکړي ترڅو د ګټې اخیستنې او تولیداتوکچه لوړه، اود کار په ځای کې د شخړو څخه مخنیوی وکړي او متحدې ټولنې رامینځ کړي.
  • د جندر مساوات - د کار په نړۍ کې د تبعیض له منیځه وړل؛ ترڅو ښځینه او نارینه وکولای شي چې ورته حقونو او فرصتونو ته لاس رسی ولري.