×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د افغانستان روشن ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ ټورنمنټ پیل د وږې په ۴ نېټه

سې شنبې د ۱۳۹۵ کال د وږې ۲ نېټه، کابل – د افغانستان روشن غوره لیګ خپل د ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ ټورنمنټ د وږې په څلورمې ڼېټې له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچوي.

د پرانېستنې محفل د ځینې بیلابیلو او په زړه پورې خپرونو سره، لکه په ژوندۍ بڼه د دریو افغان ستورو له خوا د افغانستان روشن غوره لیګ د سندرې ترسره کول او همدارنګه د ګډون کوونکو له خوا د افغانستان اسلامي جمهوریت درې رنګه بیرغ سره د سټدیوم ښکلي کول او داسې نورو هیجانوونکو خپرونو سره لمانځل کېږي.

د پرانیستنې محفل وروسته، د دې ټورنمنټ لومړۍ سیالۍ د سپین غر بازان )د تېر کال اتل او د ختیځ استازی( او د سیمرغ البرز )د شمال استازی( تر منځ ترسره کېږي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۵۹ کال د زمري په ۱۶ نېټه، د یوې رڼی پچه اچونې او ژوندۍ ټلویزوني خپرونی له لاری ټولې لوبډلې په دوو A او B ډلو کې ووېشل شوی.

د پرانیستنې محفل او ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، د آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام راډیوګانو، او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ ټولنیزو رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال د هېواد د ننه او بهر، د افغانستان ۵۷ سلنه وګړو )څه دباندې ۱۸.۶ میلیونه افغانانو( د سپین غر بازان او شاهین آسمایي تر منځ د افغانستان روشن غوره لیګ پایلنې سیالۍ ننداره کړه. )سروې ۲۰۱۵ کال(.

ښاغلی کرام الدین کریم د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس وایي: "په تېرو څلورو فصلونو کې موږ د ملي لوبډلې په بېلابېل عمر لرونکي لوبډلو او همدارنګه د هېواد ملي لوبډلې د مشرانو ټیم کې د افغانستان روشن غوره لیګ څخه د نوي لوبغاړو د شتون شاهدان وو. موږ وکولای شو داخلي لوبغاړي چې د ملي لوبډلې غړیتوب لري، د دې لیګ څخه غوره کړو ۲۱ ، او ۲۳ کلنو لپاره هم وکولای شو غوره ، او د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو ټاکنې آسانه کړو. موږ د ملي لوبډلې د ۱۹ لوبغاړي وړاندې کړو چې اوس مهال د افغانستان روشن غوره لیګ په لوبډلو کې شتون لري چې همدارنګه په ملي لوبډلې کې هم د هغو د غوره ځلېدنې شاهدان وو."

ښاغلي کریم خواجه د روشن شرکت اجراییوي رییس وایي: "موږ په روشن شرکت کې د ورزش څخه د ملاتړ لپاره ژمن یو. ورزش په اصل کې یوې ځانګړې موخې ته د رسېدو لپاره یو ډله ییز کار دی. له همدې چلند سره، د افغانستان روشن غوره لیګ ټولو ځوان افغانانو لپاره یو فرصت برابر کړی تر څو له یو بل سره یو ځای د غوره استعدادونو د ځلېدنې لپاره هلې ځلې وکړي. د افغانستان روشن غوره لیګ څخه زموږ ملاتړ د دې لامل شوی چې افغان ځوانان وکولای شي په نړیواله ورزشي لوبغالو کې خپل د هیواد څخه په سمه توګه استازیتوب وکړي او د خپلو خلکو لپاره ویاړ ترلاسه کړي."

ښاغلي شفیق ګوهري د افغانستان روشن غوره لیګ کمېشنر وایي: "په هېواد کی د ګڼ شمېر ستونزو سربېره، د افغانستان روشن غوره لیګ وکولای شو خپل تېر څلور فصلونه د خپلو شریکانو د پرلپسې همکاریانو سره پای ته ورسوي. موږ د افغانستان روشن غوره لیګ دوام ته چې په افغانستان کې د فوټبال لومړی مسلکي لیګ دی، ژمن یو. اوس مهال د افغانستان روشن غوره لیګ د هیله منتیا او ملي وحدت سمبول پېژندل کېږي او هر افغان د وږې)سنبلی( په میاشتې کې د ټورنمنټ د پیل انتظار باسي."

 

د روشن مخابراتي شرکت په اړه

روشن شرکت (د افغانستان ټلکام پراختیا شرکت لمېتېډ) له 6.5 میلیون فعالو پيرودونکو او د 34 ولایتونو په کچه د 287 ولسوالیو او ښارونو د پوښښ له پراخې ساحې سره، په افغانستان کې یو له مخکښو مخابراتي شرکتونو څخه دی.

*روشن په افغانستان کې یو ډېر بریالی شرکت دی چې د هېواد د اقتصادي غوړېډنې اواوږد مهالې پراختیا په برخه کې یې ځانګړی رول ادا کړی دی. په 2003 کال دروشن د کار له پیل راهیسې، روشن په افغانستان کې خواوشا 600 میلیونه امریکايي ډالر پانګونه کړې او په هېواد کې د ستر پانګوال او مالیه ورکوونکي په بڼه شمېرل کیږي، چې د افغانستان 5 سلنه داخلي عواید تامینوي. روشن په مستقیم ډول 1100 کار کوونکي استخدام کړي چې تر 20 سلنې ډېر یې ښځې دي او په غیر مستقیم ډول یې خواوشا 35000 کسانو ته د کار زمینه برابره کړې. روشن په ټينګار سره د افغانستان بیا جوړولو او پراختیا ته ژمن دی.

اغاخان بنسټ د اقتصادي پراختیا لپاره (AKFED) چې د اغاخان د پراختیا شبکې له  (AKDN)شمېرل کیږي، د روشن یو له لویو ونډه والو څخه دی، چې د پرمختګ په حال کې هېوادونو لپاره  د خپلو شخصي طرحو د پرمختیا له مخې د استوارو اقتصادي شرکتونو د جوړولو په هڅو کې دی. نړیوال موناکو ټلیکام (MTI) او ټلیا سونرا (TeliaSonera) هم د روشن د ونډه والو له ډلې دي روشن، نړیوال تخصص رامنځ ته کړی او دغه شرکت ژمن دی تر څو د شبکې د کیفیت تر ټولو لوړ معیارونه او د پوښښ پراخه  سیمه د افغانستان خلکو ته برابره کړي.

 

د پامیر ګروپ په اړه

د پامیر ګروپ شرکتونه د ۱۳۹۵ کال د زمري میشاتې څخه د دریو راتلونکو میاشتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ دی. » رسمي شریک «

د زلال موفق صنعتي شرکت چې د پامیر ګروپ له شرکتونو ټولګې څخه دی، د دوو میلیونو ډالرو پانګې سره په ۱۳۸۱ کال کې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د زلال معدني اوبو له تولید سره خپل کار پیل کړ. د بازار د غوښتنو سره سم، چې د بې سارې ودې ښکارندویي کوي، دا شرکت ژمن شو چې د زم زم څښاک، د زمرد څښاک، د ماني څښاک، د مېوې اوبو جوس او د پارټي انرژي په څېر نور بېلابېل محصولات هم بازر ته وړاندې کړي. د 40 ډول موټرسېکلونو تولید او مونتاژ سره، په ۱۳۹۰ کال کې د عالي کیفیت او نړیواله معیاري ستنډرډونو درلودو لپاره، د زلال موفق شرکت وکولای شو د HALAL او ،OHS AS18001 ،G.MP ،ISO22000 ،ISO14001 ،ISO 9001 ،HACCP سرټیفیکېټونو  په ترلاسه کولو سره زموږ د ګران هېواد ویاړ لا زیات کړي.

 

د افغانستان روشن غوره لیګ په اړه

د افغانستان روشن غوره لیګ په هېواد کې د فوټبال لومړنی مسلکي لیګ دی چې د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۹ نېټه د افغانستان فوټبال فډراسیون )د آسیا لومړنی فوټبال فډراسیون چې په ۱۹۴۸ کال کې یې خپل غړیتوب ترلاسه کړ(، د موبي ګروپ )په افغانستان کې تر ټولو لویه رسنیزه ټولګه( او همدارنګه د روشن مخابراتي شرکت )په هېواد کې مخکښ په نامه یو » شین میدان « مخابراتي شرکت( له خوا، عملي شو. د ملي لوبډلې لوبغاړي هغه ځوانان دي چې د ټلویزوني خپرونې له لارې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه ټاکل شوي دي. د افغانستان روشن غوره لیګ به د وږی )سنبلی( او تلی )میزان( په میاشتو کې د ۸ لوبډلو او ۱۸ لوبو سره د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره واچول شي او دا لوبډلې به پایلوبی او نیمه پایلوبی سیالیو ته د لارې موندنې لپاره ولوبېږي. دا سیالۍ په بشپړه توګه د طلوع )تر ټولو زیات او » آرمان اف ام « لیدونکي لرونکی ټلویزوني شبکه( او لمر )د پښتو ژبې مخکښه شبکه( ټلویزونونو او همدارنګه د راډیوګانو له لارې خپرېږي. دا سیالۍ د کېبل له لارې هم په ټوله نړۍ کې خپرېږي. » آراکوزیا اف ام «

 

 د افغانستان فوټبال فډراسیون په اړه (AFF): 

د افغانستان روشن غوره لیگ د افغانستان فوټبال فډراسیون تر واک لاندې دی. دا فډراسیون په هېواد کې د فوټبال ورزشي رشتې مسئولیت په غاړه لري چې په ۱۳۲۷ کال کې د فیفا غړیتوب یې خپل کړی.

د افغانستان فوټبال فډراسیون یو غیردولتي بنسټ دی چې خپل فعالیتونه یې د ۱۳۰۰ هجري لمریز کال راهیسې پیل کړي. دا فډراسیون یو غیر انتفاعي بنسټ دی او غواړي یوه داسې فضا رامنځ ته کړي چې په هغه کې د فوټبال مینه وال وکولای شي د فوټبال پراخې ټولنې کې ګډون ومومي او د هغه یوه برخه ووسي. دا فډراسیون د فوټبال بېلابېلې سیالۍ د ټورنمنټونو، لیګونو، جامونو له لارې په لاره اچوي او افغانستان کې فوټبالي پوهنیز کورسونه هم مخ ته وړي. د افغانستان فوټبال فډراسیون د (فیفا) نړیوال فډراسیون له خوا په رسمیت پېژندل شوی او کارکوونکي یې د مسلکي پلوه د فیفا او د افغانستان فوټبال فډراسیون له خوا د تأیید وړ دي.

 

د موبي ګروپ په اړه

«موبي ګروپ» یو مخکښ رسنیز شرکت دی چې څو ټلویزیوني شبکې یې تر واک لاندې دي. موبي ګروپ د جنوبي اسیا، مرکزي اسیا، منځني ختیځ او افریقا په 7 بېلا بېلو بازارونو او 17 بیلا بیلو څانګو کې لکه ټلویزیوني شبکې، ډیجیټلي شبکې، د پورګرامونو تولید، راډیو، ورزش او سټاتژیکیو اړیکو کې  فعالیت لري او تواندیلی چې دسادنس فلم فستویال، بي پولو خبریالان، فرانسې بنسټ، او د سیول نیړلاې ډرامې جایزې یې تر لاسه کړې. .