×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
روشن د "یاران" له خوا "د کال محصل" تحصیلي بورسونه افغان محصلینو ته ډالۍ کړل .

د زمري ۱۵مه، ۱۳۹۵ -( کابل، افغانستان )- روشن، د هېواد مخکښ مخابراتي شرکت د افغانستان له پوهنتونونو څخه ۱۳ مستحقو او غوره محصلینو ته تحصیلي بورسونه ډالۍ کړل. د روشن شرکت دغه بورسونه د "یاران د روشن له خوا" محصول له طرفه چی د هېواد د ځوانانو  د ملاتړ او د هغوی د پیاوړتیا لپاره طرحه شوي، ډالۍ کړل.

د روشن عملیاتي رئیس، ښاغلي الطاف لدک په خپلو څرګندونو کې وویل:"روشن شرکت ژمن دی د هېواد ځوانانو ته فرصتونه برابر کړي چې هغوی وکولی شي د افغانستان راتلونکي رهبران شي." هغه زیاته کړه: "اوس هم د افغانستان ډیری ځوانان لوړو زده کړو ته لاسرسی نه لري او د هیواد د مشهورو پوهنتونو د فیس ورکولو وس ورسره نشته. د یاران له تحصیلي بورسونو سره به هغوی وکولی شي د خپلې خوښې پوهنتونونو کې خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي او خپلو موخواو هیلو ته ورسیږي."

د "کال محصل" د بورس ورکړه د "یاران د روشن لخوا" له ډیرو نوښتونو څخه یو دی چی د افغانستان ځوانانو لپاره یی په پام کې نیولی. دغه پروګرام تیر کال رامنځ ته شو  چې په مرسته یې ځوانان لوړو زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي. له ټول هېواد څخه ۱۳ پوهنتونونو خپل غوره او مستحق محصلین مونږ ته راوپیژندل چی د همدغو بورسونو له لارې به د هغوی یو کلن فیس ورکړل شي.

په تېره لسیزه کې له ډېرو پرمختګونو  سره سره اوس هم د هېواد ډیری ځوانان د بی کارۍ، لوړو زده کړو ته د نه لاسرسي او د نورو فرصتونو د نه شتون په څیر ستونزو سره مخ دي. د دغو ستونزو د هوارۍ لپاره روشن تېر کال "یاران" بیاځلي طرحه کړ چې له هغی سره د هیواد ځوانان نه یوازی د خپلی اړتیا سره سم مخابراتي محصولات ترلاسه کړي بلکه داسی فرصتونو ته لاسرسی پیدا کړي چی له هغوی سره خپلو هیلو ته په رسیدو کی مرسته وکړي. همدارنګه د روشن دغه نوښت د افغانستان ټول خصوصي سکتور ته یوه بېلګه ده تر څو هغوی هم د هېواد د ځوانانو ملاتړ وکړي."

د روشن مخابراتي شرکت د هېواد لومړی شرکت و چی په ۱۳۸۷ کال کی یې د ځوانانو د ملاتړ لپاره د "یاران" سیم کارت په نوم محصول بازار ته وړاندی کړ. تیر کال، روشن د یاران سیم کارت بیا ځلي طرحه کړ او هغه یی د "یاران د روشن لخوا" نوښت ونوماوه چی د ځوانانو لپاره د مخابراتي محصوالتو سره سره د لوبو، موسیقۍ، هنر، زده کړی او کارموندنی په برخه کی هم  فرصتونو چمتو کوي.

 

د روشن په اړه

روشن شرکت (د افغانستان ټلکام پراختیا شرکت لمېتېډ) له 6.5 میلیون فعالو پيرودونکو او د 34 ولایتونو په کچه د 287 ولسوالیو او ښارونو د پوښښ له پراخې ساحې سره، په افغانستان کې یو له مخکښو مخابراتي شرکتونو څخه دی.

*روشن په افغانستان کې یو ډېر بریالی شرکت دی چې د هېواد د اقتصادي غوړېډنې اواوږد مهالې پراختیا په برخه کې یې ځانګړی رول ادا کړی دی. په 1382 کال دروشن د کار له پیل راهیسې، روشن په افغانستان کې خواوشا 700 میلیونه امریکايي ډالر پانګونه کړې او په هېواد کې د ستر پانګوال او مالیه ورکوونکي په بڼه شمېرل کیږي، چې د افغانستان 5 سلنه داخلي عواید تامینوي. روشن په مستقیم ډول 900 کار کوونکي استخدام کړي چې تر 20 سلنې ډېر یې ښځې دي او په غیر مستقیم ډول یې خواوشا 35000 کسانو ته د کار زمینه برابره کړې. روشن په ټينګار سره د افغانستان بیا جوړولو او پراختیا ته ژمن دی.

اغاخان بنسټ د اقتصادي پراختیا لپاره (AKFED) چې د اغاخان د پراختیا شبکې له  (AKDN)شمېرل کیږي، د روشن یو له لویو ونډه والو څخه دی، چې د پرمختګ په حال کې هېوادونو لپاره  د خپلو شخصي طرحو د پرمختیا له مخې د استوارو اقتصادي شرکتونو د جوړولو په هڅو کې دی. نړیوال موناکو ټلیکام (MTI) او ټلیا سونرا (TeliaSonera) هم د روشن د ونډه والو له ډلې دي روشن، نړیوال تخصص رامنځ ته کړی او دغه شرکت ژمن دی تر څو د شبکې د کیفیت تر ټولو لوړ معیارونه او د پوښښ پراخه  سیمه د افغانستان خلکو ته برابره کړي.

 

د روشن په اړه د نورو معلوماتو  لپاره www.roshan.af یا www.facebook.com/RoshanConnects ته ورشئ. تاسو همدارنګه کوالی شئ مونږ د ټویټر له لارې roshanconnects @تعقیب کړئ.