×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د روشن مخابراتي شرکت خپله ۱۵ کلنه ژمنتیا او ملګرتیا د افغانستان د پرمختګ لپاره ولمانځله

د روشن مخابراتي شرکت خپله ۱۵ کلنه ژمنتیا او ملګرتیا د افغانستان د پرمختګ لپاره ولمانځله

د زمري ۱۴ مه،۱۳۹۷کال - (کابل، افغانستان) روشن د هېواد مخکښې مخابراتي کمپنۍ، د ځانکړو مراسمو په لړ کې خپله ۱۵ کلنه ژمنتیا او ملګرتیا د افغانستان لپاره ولمانځله.

 

د روشن مخابراتي شرکت د ۱۳۸۱ کال د مرغومې ( جدی) په میاشت کې خپل کاري جواز ترلاسه کړ او په ۱۳۸۲ کال  د چنګاښ په میاشت کې یې خپل مخابراتي خدمتونه پېل کړل. هغه وخت په افغانستان کې نږدې سل زره تنو مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی درلود، خو نن د روشن مخابراتي شرکت د ۶ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې خپل مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.

 

د روشن سوداګریز نوم ( برنډ) د افغانستان د پراختیا او پرمختګ ښکارندوی دی. د روشن سوداګریز نوم د افغانستان په محلي ژبو کې د " روښنايي او هیلې " په معنا ده چې دا نوم د افغانستان د خلکو له خوا ټاکل شوی دی.د روشن شعار " نږدې کېدل" د افغانستان د بېلابېلو ولسونو د یو ځای کولو او د هغوي د اړیکو د پیاوړتیا بیانوونکی دی.

 

د روشن مخابراتي شرکت اجراییوي رییس کریم خواجه وویل: " مونږ ۱۵ کاله مخکې د یو ټینګ او ژور هوډ او ژمنې سره افغانستان ته راغلو تر څو د نوې تکنالوژی، پانګه اچونې د دندو رامینځ ته کولو او د غوره او با کیفیته خدمتونو د وړاندې کولو له لارې د افغانستان خلکو ژوند ته وده ورکړو."

 

هغه زیاته کړه:"د افغانستان د مخابراتو برخې زیربنا یا بنسټ د ۱۵ کلونه په لړ کې د پام وړ پرمختګ درلودلی دی.  د روشن مخابراتي شرکت اوس مهال د نوي دیجیټالي عصر په پیل کولواو پرمخ وړلو او د انټرنیټ له لارې د افغانانو په یوځای کولو تمرکز او فعالیت لري. مونږ د افغانستان ملت او دولت ته ژمن یو او تل به هڅه وکړو چې د افغانستان له دولت سره په کډه همکارۍ کې او د نوې تکنالوژۍ نه په کارونې د عامه خدمتونو وړاندې کول لا ښه او دې خدمتونو ته وده ورکړو."

 

د روشن مخابراتي شرکت د یو مخکښ پانګه اچونکي په توګه د نوې تکنالوژۍ د جوړښت، ودې او پراختیا په برخه کې په افغانستان کې د ۷۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیاته پانګه اچونه کړې ده او د ۳۵ زره نه زیاتې دندې یې په مستقیم او غیر مستقیمه توګه رامینځ ته کړي دي.

 

د روشن مخابراتي شرکت تل د نوې تکنالوژۍ او د خپلې غښتلې شبکې نه په کارونې سره د دولت نه د ملاټر په برخه کې مخکښ دی. د روشن دا خدمتونه  د پیسو د لېږدونې لومړني خدمتونه د موبایل له لارې (ام-پیسه)، چې د مالي شفافیت او مشارکت په برخه کې یې ډېره زیاته مرسته کړې ده. همداراز د روشن مخابراتي شرکت په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۶ کال کې د تلی میډیسن تکنالوژۍ  یا د لرې لارې نه درملنه (Telemedicine) رامینځ ته کړه، چې دا تکنالوژي د بدخشان، بامیان او د قندهار ولایتونو روغتونونه په کابل کې د  مور او ماشوم روغتیا لپاره د فرانسې طبي انستیتیوت (فرانسويانو روغتون) سره چې په افغانستان کې ترټولو مدرن صحي مرکز بلل کیږي، نښلولي دي. د تلې میډیسن تکنالوژۍ د له لارې او پیل نه تر اوسه پورې په ټول افغانستان کې د کابو ۳۰ زره ناروغانو  درملنه شوې ده.

 

د روشن مخابراتي شرکت په  ۱۳۸۲ کال کې د خپلو فعالیتونو د پیل نه تر اوسه پورې د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ټولنیزو مسوولیتونو برخې( د روشن ټولنه)  له لارې په افغانستان کې تر ټولو مخکښه کمپنۍ بلل شوې ده.

 

د تېرو ۱۵ کلونو په لړ کې  تراوسه پورې، روشن د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د انټرنټ له لارې ۵۵ ښوونیز مرکزونه، ۱۱ ښوونځي،۲۴۴ د پاکو څښاکو اوبو څاګانې او ۵۴ د لوبو  لپاره تفریحي میدانونه رامینځ ته کړي دي او همدارانګه په لسګونه پروژې او فعالیتونه یې په ټولنیزه برخه کې عملي کړي دي.

 

د روشن مخابراتي شرکت د افغانستان د فوټبال د پرمختګ  په برخه کې یو پېژندل شوی نوم دی، چې د افغانستان د غوره لیګ له لارې یې دا لوبه د میلیونونو افغانانو کورونو ته راوړې ده.

 

 نو د دې فعالیتونو پراساس، په ۲۰۱۵ کال کې د فورچون مجله "”Fortune Magazine روشن د هغه۵۱ غوره شرکتونو څخه وباله چې نړۍ ته بدلون ورکوي. همداراز دا نړیواله مجله د روشن مخابراتي شرکت د دې لپاره چې د نوي تکنالوژي کارول یې د ټولنیزو ستونزو د حلولو لپاره په خپله تجارتي تګلاره کې شامله کړی ده، په دې نړیوال لست کې راوستې ده. دا د یو افغاني شرکت لپاره یو لوی او ارزښتناکه ویاړ دی.