×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د روشن مخابراتي شرکت مشارکت د فېسبوک سره د دې ټولنیزې شبکې د کاروونکو د لا ښه لاسرسۍ لپاره په افغانستان کې

د لیندۍ ۸ مه ، ۱۳۹۶ (کابل، افغانستان) – روشن؛ د افغانستان مخکښه مخابراتي کمپنۍ، د دې کمپنۍ په ډیټا مرکز ((Data Centers کې د فېسبوک د سرورونو (Servers) د اېښودلو لپاره د فېسبوک له کمپنۍ سره د ګډې همکارۍ یو ټړون لاسلیک کړ. د دې ټړون پر اساس، د روشن پېرودونکي په ټول افغانستان کې کولای شي چې د فېسبوک ټولنیزې شبکې محتویاتو ته په ښه کیفیت او لوړ سرعت لاس رسی ولري.

فېسبوک په افغانستان کې ګن شمېر مینه وال لري. د احصایې له مخې په افغانستان کې شا او خوا ۶ میلیونه تنه فېسبوک کاروي. د روشن مخابراتي شرکت رسمي فیسبوک پاڼه @RoshanConnects چې ترټولو زیات تعقیب کوونکي او یاهم Likes د خصوصي سکتور په برخه کې لري چې د ټولینزو پاڼو په مینځ کې ترټولو چټکه پاڼه ده چې ورځ تربلې یې تعقیب کوونکي مخ په زیاتېدو دي او د ۱.۳ میلیونو څخه ډېر خلک دا پاڼه تعقیبوي.

د روشن مخابراتي شرکت د اجراییوي رییس مرستیال الطاف لدک وویل:" یوازې څو کاله د مخه، ټولینزو شبکو ته لاس رسی خورا لرې په سترګو کیدو؛ خو نن، ټولنیزو شبکو ته لاس رسی د پرمختګ په حال کې دی او د روشن مخابراتي شرکت دې ته ژمن دی ترڅو پېرودونکي یې وکولای شي په لوړ کیفیت سره ټولینزو رسنیو ته لاس رسۍ ولري." ښاغلي الطاف لدک زیاته کړه:" د روشن مخابراتي شرکت تل د تکنالوژۍ کارونې رهبریت په لاس کې درلودلی دی. روشن عملا د فېسبوک نه د خپلو پېرودونکو سره د اړیکې نیولو لپاره کار اخیستی او مهم معلومات د دې لارې نه د هغوي سره شریکوي. د ننۍ ورځې د ټړون لاسلیک هم په افغانستان کې د دیجیټلي انقلاب او یو اصلي واقعیت ښکاروندی دی."

روشن وروسته له تاسیس نه په ۱۳۸۲ کال کې تر اوسه پورې پر له پسې هڅه کړې ده چې د نړۍ تر ټولو نامتو نړیوالو تکنالوژيکي سازمانونو سره د مشارکت په مینځ ته راوړلو سره، نوی نړیوال معیارونه د نوی حل لارو سره د افغانستان د خلکو ژوند د لا ښه کولو لپاره د خپلې مخابراتي شبکې له لارې رامینځ ته کړي.

 

د دې هڅو پراساس ، په ۲۰۱۵ کال کې د فورچون نړیواله مجله "Fortune Magazine" روشن د هغه"۵۱ غوره شرکتونه چې نړۍ ته بدلون ورکوي" وباله. همداراز په ۲۰۱۵ کال کې د فاسټ نړیواله مجله (Fast Magazine) د روشن مخابراتي شرکت یې د " د ۱۰ نوښتګر شرکتونه د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې د تکنالوژۍ له لارې" په لست کې شامل کړو.