×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د روشن مخابراتي شرکت د ویکیپیډیا محتویات په وړیا ډول خپلو پېرودونکو ته وړاندې کوي

 ۱۶ / تله /۱۳۹۶ کال( کابل،افغانستان) - د روشن مخکښې مخابراتي کمپنۍ نن په افغانستان کې اعلام کړه چې د ویکیمیډیا بنسټ په ګډې همکارۍ سره د ویکیپیډیا معلومات په وړیا ډول خپلو پېرودونکوته په ټول افغانستان کې وړاندې کوي.

 

د دې بی ساري ګډون سره د روشن پېرودونکي کولای شي چې د یو کال په لړ کې د ویکیپیډیا محتویاتو ته په وړیا ډول د خپل موبایل له لارې لاس رسی ولري او د خپل ضرورت وړ معلومات تر لاسه کړي.

 

د روشن مخابراتي شرکت د اجراییوي رییس مرستیال الطاف لدک وویل: "موږ په دې ویاړو چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې  د روشن مخکښې شبکې له لارې، معلوماتو ته د لاسرسي فعالیتونه لا نور هم پراخه کوو." هغه زیاته کړه: " د روشن مشارکت د ویکیمیډیا له بنسټ سره معلوماتو او پوهې ته د لاس رسي کچه لوړوي، په تېره بيا د افغان ځوانانو لپاره، چې د افغانستان وګړو نږدې دوه پر دريمه برخه جوړوي."

 

راوي شنکر ایاکانو، په آسیا او ختیځې اروپا کې د ويکيمیډیا بنسټ د ستراتیژیکي مشارکت سیمه ایز مسوؤل، وویل: "د ویکیمیډیا ماموریت دا دی چې د نړۍ په هر ګوډ کې هر انسان وکولای شي چې په آزادانه ډول خپل معلومات او پوهه له نورو سره شریکه کړي." همدارنګه هغه زیاته کړه: "مونږ خوښ یو چې د روشن په واسطه، اوس په افغانستان کې په میلیونونو کسان وړیا ويکيپېډيا او ورته پروژو ته د لګښت پرته لاس رسی لري او د دې سره به هغوي وتوانیږي چې د دې پروژې د محتوا  په جوړولو او زیاتولو کې ونډه واخلي."

 

د ویکیمیډیا بنسټ د نړۍ تر ټولو لوی غیر انتفاعی بنسټ دی چې علمي محتویات او معلومات په څو ژبو په آنلاین ډول وړاندې کوي. د دې بنسټ سره مشارکت، د افغانانانو نښلول د مخابراتي خدمتونو له لارې او دوي ته د علمي معلوماتو د لاس رسي زمینې برابره ول د روشن اساسي لید لوری جوړوي.

 

روشن وروسته له تاسیس نه په ۱۳۸۲ کال کې تر اوسه پورې  د نړۍ تر ټولو نامتو تکنالوژيکي  شرکتونو او نړیوالو سازمانونو سره د مشارکت  په مینځ ته راوړلو سره، نوی تکنالوژي د نوي نسل د پیاوړي کولو، پرمختګ او مثبت بدولون راوستلو لپاره برابره کړی ده.

 

 نو د دې فعالیتونو په پایله کې، په ۲۰۱۵ کال کې د فورچون مجله "”Fortune Magazine روشن د هغه۵۱ غوره شرکتونو څخه وباله چې نړۍ ته بدلون ورکوي. همداراز دا نړیواله مجله د روشن مخابراتي شرکت د دې لپاره چې د نوي تکنالوژي کارول یې د ټولنیزو ستونزو د حلولو لپاره په خپله تجارتي تګلاره کې شامله کړی ده، په دې نړیوال لست کې راوستې ده.

 

د ویکیمیډیا په اړه

 

ویکیمیډیا یو غیرانتفاعی بنسټ دی چې ویکیپیډیا او دي  ته ورته پروژوې پر مخ وړي. ویکیپیډیا د پوهې یو لویه سرچینه ده چې تر ۴۵ میلیونو زیاتې مقالې په ۳۰۰ ژبو کې لري او د   ۲۰۰۰۰۰ تنو څخه دیرهره میاشت د ویکیپیډیا پاڼي او هغي ته ورته پروژې ایډیټ کوي چې په پایله کی د عمومي معلوماتو او پوهي کچه لوړوي. تر یومیلیارد  تنه زیاته کسان هره میاشت  د ویکیپيډیا نه د خپل موبایل او کمپیوټر له لارې لیدنه کوي. نو د دې له امله د ویکیپډیا ویب سایټ د نړۍ تر ټولو نامتو ویب سایټونو څخه  شمېرل کیږي.

د ویکیپيډیا بنسټ په د کالیفورنیا په ایالت کې د  سنفرنسیسکو په ښار کې موقعیت کې لري چې د ۵۰۱ (c)( (3غیر انتفاعی  بنسټ په توګه ثبت شوی دی. د دې بنسټ مالي حمایه کوونکي خیریه بنسټونه بلل کیږي.