×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د روشن مخابراتي شرکت په خپله لویه قرعه کشي کې د ۲۰۱۷ مډل یو عراده کرولا ګټونکی اعلان کړ

یکشنبه،د وږې ۲۵ مه،۱۳۹۷کال - (کابل، افغانستان) روشن د هېواد مخکښې مخابراتي کمپنۍ، د خپلو فعالیتونو د ۱۵ مه کلیزه یې د غبرګولې په میاشت کې ولمانځله. په همدې مناسبت د روشن مخابراتي شرکت د خپلو پېرودونکو د وفادارۍ نه د قدردانۍ لپاره یوه لویه قرعه کشي پیل کړه. نن روشن د دې قرعه کشي د لویې ډالۍ ګټونکی چې د ۲۰۱۷ مډل یوه عراده کرولا ده، د ځانکړو مراسمو په لړ کې اعلان کړ.

 

نبیلا د محمد نبی لور د بدخشان ولایت اصلي اوسېدونکې ده هغه مهال ګټونکي شوه، چې د دې قرعه کشي لپاره د ۵۳۰ زرو نه زیات پېرودونکي د شرایطو سره برابر ول. میرمن نبیلا وویل: " ما د روشن د پېرودونکو خدمتونو د ۳۳۳ شمېرې له څانګې نه درې پرله پسې اړیکې ترلاسه کړې. دوه لومړیو اړیکو ته مې ځواب ورنکړ؛ خو دریمه اړیکه مې ځواب کړه. کله چې د روشن نماینده ماته وویل چې د لویې قرعه کشي د یو عراده کرولا ګټونکي یم، ما باور نشو کولای." هغې زیاته کړه: ما یو کال د مخه د روشن له خدمتونو نه کارونه پیل کړه او زه ډېره خوښه یم چې د روشن مخابراتي شرکت له پېرودنکو څخه یم."

 

د روشن مخابراتي شرکت د عملیاتي عمومي رییسې شیرین رحماني وویل: " مونږ د روشن پنځلسمه کلیزه په افغانستان کې د لویې قرعه کشي په پېل کولو سره ولمانځله." هغوي زیاته کړه: " دا ۱۵ کاله د روشن لپاره یوه مهمه دوره ګڼل کیږي چې د دې مودې په لړ کې مونږ زیاتو پرمختګونو او په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت د مثبتو تاثیراتو شاهدان یو. همداراز مونږ وغوښتل چې د دې فرصت نه په ګټې اخیستلو او د روشن د پنځلسمې کلېزې د لمانځلو په مناسبت د خپلو پېرودونکو نه مننه وکړو. سږ کال، د روشن د کلیزې او زمونږ د پېرودونکو نه د لمانځلو کال دی."

 

 

د روشن مخابراتي شرکت دا لویه قرعه کشي د روان کال د غبرګولې د ۱۱ مې نه ( د ۲۰۱۸ کال د جون لومړۍ نېټه) پېل کړه او د تلې تر اتمې ( د سپټمبر تر ۳۰ مې) پورې دوام لري. د روشن ټول پېرودونکي د افغانستان په هر ګوډ کې چې هره میاشت لږ تر لږه ۴۰۰ افغانۍ او هره اونۍ لږ تر لږه ۱۰۰ افغانۍ مصرف کړي په دې قرعه کشي کې په اتوماته ډول شاملیږي. د دې قرعه کشي د پیل نه تراوسه پورې، د روشن مخابراتي شرکت اونیزې او میاشتینۍ ډالۍ چې ګرځنده موبایلونه (آیفون)، د روشن وړیا دقیقې،انټرنیټ، د آسیا کرکیټ جام لپاره ټکټ، د عمرې سفر دی، خپلو پېرودونکو ته ډالۍ کړي دي. وروستۍ ډالۍ دوه عراده ۲۰۱۷ مډل کرولا دي.

 

د یو بل ۲۰۱۷ مډل کرولا لپاره وروستۍ قرعه کشي د سپټمبر ( د تلې ۸ مه) ترسره کیږي. د روشن ټول پېرودونکي د افغانستان د هر ځای نه چې د شرایطو وړ دي کولای شي چې د دې لویې دالۍ د ګټلو چانس ولري.