×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د روشن مخابراتي شرکت د خپلې ۱۵ کلنۍ قرعه کشي د ۲۰۱۸ کال یو عراده کرولا دویم ګټونکی اعلان کړ

پنجشنبه،د لړم ۲۴ مه،۱۳۹۷کال - (کابل، افغانستان) روشن د هېواد مخکښ مخابراتي شرکت، د خپلو فعالیتونو د ۱۵ مه کلیزه یې د غبرګولې په میاشت کې ولمانځله. په همدې مناسبت د روشن مخابراتي شرکت د خپلو پېرودونکو د وفادارۍ نه د قدردانۍ لپاره یوه لویه قرعه کشي پیل کړه. نن روشن د دې قرعه کشي د لویې ډالۍ ګټونکی چې د ۲۰۱۸ مډل یوه عراده کرولا ده، د ځانکړو مراسمو په لړ کې اعلان کړ.

 

 محترم توریالی شیرزی چې د کندز ولایت اصلي اوسېدونکی دی او اوس مهال په کابل کې اوسیږي، د روشن د دې قرعه کشي لپاره د نیم میلیون څخه زیاتو پېرودونکو په مینځ کې چې د دې قرعه کشي لپاره د شرایطو سره برابر ول، د ۲۰۱۸ کال یو عراده کرولا ګټونکی اعلان شو.

 

 ښاغلي توریالي شیرزي وویل: " زه  د روشن مخابراتي شرکت یو پخوانی پېرودونکی یم.  تل مې دا هیله درلوده چې د یو عراده کرولا خاوند واوسم. کله چې د روشن د پېرودونکو خدمتونو د ۳۳۳ شمېرې له څانګې نه له ماسره اړیکه ونیول شوه او هغوی وویل چې د روشن قرعه کشي د لویې ډالۍ  چې د  ۲۰۱۸ کال یو عراده کرولا ده، ګټونکی یم. ما اصلا باور نشو کولای. د روشن مخابراتي شرکت نه مننه کوم چې زما هیله یې په واقعیت بدله کړه. "

 

د روشن مخابراتي شرکت د عملیاتي عمومي رییسې شیرین رحماني وویل: " سږ کال مونږ د روشن پنځلسمه کلیزه په افغانستان کې ولمانځله. مونږ وغوښتل چې د دې فرصت نه په استفادې سره د خپلو پېرودونکو نه مننه وکړو. "

میرمن رحماني زیاته کړه: " مونږ د تېرو ۱۵ کلنو په لړ کې په افغانستان او د مخابراتو صنعت په برخه کې د بې سارو  پرمختګونو شاهدان یو. مونږ د روشن په مخابراتي شرکت کې د راتلونکو ۱۵ کلنو لپاره هیله مند یو او پلان لرو چې په لا زیاتې پانګه اچونې سره په خپل مخابراتي شرکت کې ټوله افغانانو ته ښه خدمتونه وړاندې کړو  ."

 

د روشن مخابراتي شرکت د خپلو ۱۵ کلنو فعالیتونو په لړ کې، د ۷۰۰ میلیونو نه زیاته پانګه اچونه کړې ده او همداراز د نوي تکنالوژي د رامینځ ته کولو په برخه کې یو مخکښ شرکت پېژندل شوی دی، چې د دې له لارې یې افغانان د هېواد د ننه او بهر سره یوځای کړي او د هغوی لپاره یې صحي او تعلمیي خدمتونو ته یې د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

 

په همدې ترتیب سره، د روان کال په لړ کې د روشن مخابراتي شرکت لویې ډالۍ لکه: ګرځنده موبایلونه، د روشن وړیا دقیقې،انټرنیټ، د آسیا کرکیټ جام لپاره ټکټ، د عمرې سفر خپلو پېرودونکو ته د خپلې ۱۵ کلنۍ قرعه کشي له لارې ډالۍ کړي دي.