×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
Roshan statement - Casualties from Wednesday's tragic explosion

متاسفانه د روشن مخابراتي شرکت ۱۲کارکوونکو او ۱۹تجارتی شرکا کارمندانو (په ټوله کی ۳۱ تنو) د چهارشنبی د ورځی په چاودنه کی  خپل ژوند له لاسه ورکړ. د روشن شرکت د دی حادثی د شهیدانو کورنیو ته تسلیت وړاندی کوي او مونږ به د دې شهیدانو د قربانیو د یاد ساتلو لپاره خپل کار ته دوام ورکوو. د روشن رهبري هیئت همدارنګه هغو نورو شاوخوا شرکتونه ته چی د دی پیښی له کبله متضرره شوي، همدردي لري.

 

همدارنګه په دغه حادثه کی د روشن شرکت ۵۰ تنه کارکوونکي ټپي شوي چی له هغوی څخه د ۴ تنو حالت جدی دی او تر اوسه په روغتون کی دي. اوسمهال مونږ ته د روشن شرکت د کارکوونکو او د هغوی د کورنیو خوندیتوب او د هغوی هر ډول ملاتړ کول د بل هر څه ډیر ارزښت لري. د ټولو هغو شریکانو او ملګرو څخه چی د روشن څخه یې ملاتړ کړی او همدارنګه د هغو مشترکینو څخه چی اوس هم د روشن خدمتونو ته وفادار دي، د زړه له کومي مننه کوو او مونږ هڅه کوو چی ډیر ژر خپل فعالیتونه بیرته له سره پیل کړو.