مهمې برخې
1. روغتیا
موږ د ماشومانو لپا د فرانسې طبي انسټټیوټ (FMIC)، په کراچۍ کې د اغاخان پوهنتون روغتون، د بامیانو ولایتي روغتون او سیسکو سازمان په مرسته په ازمیښتي ډول له لیرې واټن څخه د درملنې یوه پروژه ترسره کړه.
2. زده کړه او روزنه
د ښوونځيو او لوبو ځایونو له جوړولو سره سره، موږ د زده کړو د هغو پروګرامونو ملاتړ کوو چې په ښه ډول د پرمختګ په حال کې ټکنالژۍ له ځواک څخه ګټه اخلي. د یو لېپټاپ د هر ماشوم لپاره پروګرام او د روشن/ سیسکو د شبکه جوړولو اکاډمیو په ګډون.
3. سوداګري
موږ ښځو ته د یوې پياوړې سوداګرۍ د را پیدا کولو او د افغانانو تر منځ د کار رامنځ ته کولو روحیې د پاللو ملاتړ کوو.
4. ټولنیز پرمختګ
موږ د کورنیو غیر دولتي موسسو په مرسته، د افغانانو لپاره 4 میلیونه غذايي کڅوړې او د وړتیاوو جوړولو نوښتیزې حل لارې برابرې کړې دي.