×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
زموږ پروژې
1 روغتیا او تغذیه

آشیانه

ستونزه: په افغانستان او په تېره د بیا راستنو شویو په کمپونو او دسړکونو پر سر د کاریګرو ماشومانو خوار ځواکي یوه روانه ستونزه ده.

زموږ حل لاره: موږ هره میاشت 40000 د خوړو کڅوړې تیاروو او د سړکونو پر سر کاریګر ماشومانو د رسمي ښوونځيو په سیسټم کې د یوځای کېدو او د دوی له مسلکي زده کړو ملاتړ کوو.

زموږ همکاران: موږ د اشیانې د بېلا بیلو فعالیتونو مرکزونو او د بې ځایه شوو وګړو د اوسیدلو بیړنیو پنا ځاینو لپاره همکاري کوو.

 

د روشن کلینک

ستونزه: ارزانه او باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته کم لاسرسی.

زموږ حل لاره: د روشن ټولنې له پرانیستو سر، له هېواده د باندې د افغان ناروغانو فیس، د افغان تابعیت لرونکو د لګښتونو د تامین لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي. روشن نورو شرکتونو ته د لارې پرانیستو لپاره، لومړنی شرکت دی چې کار کوونکو ته یې په افغانستان کې، خصوصي روغتیايي بیمه وړاندې کوي، روشن کلینیک همدا ډول د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د غاښونو روغتیا او نور ډول ډول روغتیايي ورکشاپونه دافغانانو د ژوند د ښه والي د ملاتړ او فغانانو ته د ارزښت لپاره وړاندې کړي.

زموږ همکاران: آشیانه، د افغانستان سبا (Afghanistan Demain) او افرانه. د غاښونو روغتیا اونور روغتیايي ورکشاپونه: د بیلا بیلو بحثونو کوربه توب، د څښلو د پاکو اوبو په اړه د پوهېدنې، اسهال او نری رنځ چې د MSH/REACH/USAID له خوا یې ملاتړ شوی وو شامل دي. د افغانانو لپاره روغتیايي بیمه: Lifecare international موسسه.

 

له لیرې درملنه

ارزانه او با کیفیته روغتیايي خدمتونو ته د لیرې پرتو او کلي والو سیمو د خلکو لږ لاسرسی

زموږ حل لاره: له لیرې څخه د درملنې پروژه، روغتونونه د سراسري روشن پهنا بانډ ټکنالوژۍ له لارې یو له بل سره نښلوي تر څو له دغې لارې وکولی شي سمدستي لیږد او طبي حل لاې اسانه کړي. د ویډیو کنفرانس له لارې، متخصصین کولی شي د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې ناروغۍ تشخیص او بریالۍ درملنه یې وکړي او همدا ډول د افغان ډاکترانو د نوي نسل لپاره د روزنې ناستې جوړې کړي. له دغو خدمتونوڅخه موخه له لیرې واټن څخه د راډیو لوژۍ وړاندې کول، د روغتونونو مدریت، د نرسانو روزنه او تخصصي کلینیکونه دي، دغه ټکنالوژي، متخصصانو ته د کار پر مهال د ناروغۍ د تشخیص، د سم درمل ورکولو او ډاکترانو ته د طبي زده کړو اسانتیا برابروي او په کلیو کې ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو لاسرسی وړاندې کوي. همدا ډول دغه ټکنالوژي، د ناروغانو د سفر او روغتیايي کارکوونکو لګښت کموي، اوس مهال د کابل، بامیانو او بدخشان روغتیايي مرکزونه له یو بل او همدا ډول په کراچۍ ښار کې د اغاخان پوهنتون روغتون سره وصل شوي دي.

زموږ همکاران: د افغانستان حکومت، په کراچۍ کې د اغاخان پوهنتون روغتون، د اغاخان روغتیايي خدمتونه، په کابل کې د ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټټیوټ، سیسکو، د بامیانو روغتون، د فیض اباد روغتون، سیسکو سیسټم او نور مخابراتي تامین کوونکي.

 

د اوبو څاګان

ستونزه: په افغانستان کې د پاکو او روغتیايي اوبو کمښت

حل لارې: موږ په دغه برخه کې په 2006 زېږدیزکال د 2 څاګانو په رامنځ ته کولو خپل کار پیل کړ، اوسمهال 1000 کورنۍ چې د کابل په خواوشا کې ژوند کوي ګټه ترې اخلي. تر نن ورځې مو 70 څاګان کیندلي چې د خواوشا 100000 خلکو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابروي.

 

د روشن نوښتیزه ټکنالوژي(روغتیا): د اوبو پیدا کول

ستونزه: په افغانستان کې د پاکو او روغتیايي اوبو کمښت

زموږ حل لاره: د غږیز سیسټم له لارې، موږ د اوبو پیدا کولو ټلفوني خدمتونه رامنځ ته کړي او هغو افغانانوته چې لږ سواد لري، لاره برابروي تر څو د افغانستان له کلیو څخه په اړیکه کې شي او د خپلو څاګانو وضعیت او د هغو ستونزې وڅيړي. د 2010 او 2011 کلونو ترمنځ د زرو هغو سیمو خلکو ته چې څاګان لري، له اوبو څخه د سمې ګټې اخیستنې زده کړې ورکړل شوې. د دغو خدمتونو په پایله کې تقریباً 30 څاګان بیا ورغول شول.

زموږ همکاران: د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا متحده ایالاتو اداره: (USAID)

2 د پامیر برېښنا پروژه

ستونزه: د باوري او ارزانه برېښنا کمښت، په ګورنو- بدخشان تاجکستان خپلواکه ولایت کې.

زموږ حل لاره: موږ د یوې ارزانه وړاندیز شوې بیې، د ګورنو- بدخشان تاجکستان خپلواکه ولایت له خاروغ ښار څخه د افغانستان بهشار سیمې ته د بریښنا ملاتړ کړی، چې اوسمهال یې 360 کورنیو، سیمه ییز روغتون، دولتي بنسټونو او نوروته د ټول کال په اوږدو کې برېښنا تیاره کړې ده.

زموږ همکاران: د اقتصادي پرمختیا لپاره د اغاخان بنسټ او پامیر انرژي. اغاخان بنسټ د پامیر انرژۍ لپاره د مرستو د راټولولو لپاره یوه نوې طرح رامنځ ته کړې چې له دې لارې، لږ ترلږه د کورنیو لپاره د اړتیا وړ میاشتنی برېښنا تیاره کړي دغه برېښنا په نړۍ کې د خصوصي برخې شرکتونو ترمنځ له تر ټولو ارزانه بیو په بدل کې وړاندې کېږي.

3 د احساسانو څرګندول او د ماشومتوب پر مهال وده

د لوبو ځایونه

ستونزه: افغانستان، هغه هېواد چې د لسیزو جګړو او ټولنیزو ستونزو له امله سخت کړېدلی، په دغه ځمکه هغه ټولنیزه فضا لږ موجوده ده چې په مرسته یې د ټولنې ملاتړ وشي او د ماشومانو د ودې زمینه ورته برابره شي.

زموږ حل لاره: روشن ټولنه، په ماشومانو کې پر ځان د باور او ټولنیزو مهارتونو د ودې لپاره د لوبو د ارزښت په درک کولو، په مهمو سیمو کې د لوبو ځایونه رامنځ ته کوي، چې د لوبو له دغو ځایونو څخه د افغانستان د بیلا بیلو قومونو د را ټولیدلو د ځای لپاره هم ګټه اخیستل کیږي. د لوبو دغه ځایونه، ټولنیز موانع له منځه وړي او د ماشومنو لپاره یو امن چاپېریال رامنځ ته کوي ترڅو هلته په خپلو کې لوبې او وده وکړي.

د ښوونځيو جوړول

ستونزه: کله چې موږ په افغانستان کې په خپل کار پیل وکړ، یو ښوونځي مو ولید چې اوه ورانې شوې ودانۍ یې لرلې او همدا ډول یې یو بلاک درلود چې د ځانګړو فعالیتونو لپاره جوړ شوی و، تر اوو زرو ډير زده کوونکي مجبور وو چې په نوبت تر خیمو لاندې درس ووايي.

زموږ حل لاره: روشن ټولنې د یوې 3 پوړیزې ودانۍ د جوړوولو لپاره پانګونه وکړه چې 24 درسي خونې او د لوبو په یو مجهز ځای لري، تر نن ورځې موږ د څو ښوونځيو جوړولو لپاره پانګونه کړې.

زموږ همکاران: اغان بنسټ او نور

د هر ماشوم لپاره یو لپټاپ

ستونزه: افغان ماشومان په نړیواله اقتصادي سیالۍ کې د اړینو سرچینو او سایلو له شتون محروم دي.

زموږ حل لاره: "یوه ماشوم ته یو لپټاپ" هغه طرحه ده چې موخه یې د ښوونځيو زده کوونوکو لپاره د درسي مضمونونو او د ښوونځيو زده کوونکو ته د اړینو وړاندیزونو سره د دوه اړخیزو نسخو وړاندې کول دي. په بغلان، هرات، کابل، ننګرهار، او کندهار ولایتونو کې 3600 زده کوونکي او ښوونکي له دغې طرحې برخمن شوي دي.

زموږ همکاران: هر ماشوم ته یو لپټاپ سازمان، د پوهنې وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، په افغانستان کې د USAID د ځينو وړو پانګونو څانګې.

4 ټلویزیوني شبکې

ستونزه: په کلیو کې د ماشومانو د ذهنې، ټولنیزې او اخلاقي ودې د ملاتړ لپاره د درسي توکو او مسلکي ښوونکو کموالي.

زموږ حل لاره: روشن ټولنې، د ماشومانو روزنیزو خپرونو د خپرولو حق پیرلی دی، چې اوس په نړیواله کچه خپرېږي. دغه پروګرامونه په دري او پښتو دوبله شوي چه په ټول افغانستان کې د ټلویزیونونو له خوا خلکو ته وړاندې کیږي.

ورزش

ستونزه: افغانستان، هغه هېواد دی چې د لسیزو جګړو او ټولنیزو ستونزو له امله سخت کړېدلی، په دغه ځمکه هغه ټولنیزه فضا لږ موجوده ده چې په مرسته یې د ټولنې ملاتړ وشي او د ځوانانو د ودې زمینه ورته برابره شي.

زموږ حل لاره: روشن ویاړي چې د افغانستان غوره لیګ مالي ملاتړی دی، دغه لیګ د فوټبال په سیالیو کې په میلیونونو افغانان سره راټولوي تر څو خپل ملي غرور او یو له بل سره یو والی ولمانځي. په 1394 لمریز کال د افغانستان څلورم غوره لیګ د افغانانو لپاره د دوی د خوښې تر ټولو غوره پروګرام و چې د ټول هېواد په کچه یې تر لس میلیونو ډېر لیدونکي لرل. له 2010 کال را په دېخوا موږ د سکیټسټان له غیر دولتي بنسټ سره شریک شوو تر څو سکېټ او پر ځان بسیاینې ته په ټول هېواد کې پراختیا ورکړو.

د ځوانانو ورزش او ټولنیزې ودې مرکز

ستونزه: افغانستان هغه هېواد دی چې د لسیزو جګړو او ټولنیزو ستونزو له امله سخت کړېدلی په دغه خاوره کې داسې ټولنیزې فضاوې لږ شته چې په مرسته یې وکولی شو له ټولنې ملاتړ وکړو او د ځوانانو د پرمختګ زمینه برابره شي

زموږ حل لاره: روشن ټولنې، د ځوانانو، ورزش او ټولنیز پرمختګ مرکز رامنځ ته کړ. دغه مرکزد بېلابېلو برخو په لرلو سره د نجونو او هلکانو لپاره، په کابل او خواشا کې یې د 800 ماشومانو او نویو ځوانانو لپاره یوه داسې امن فضا رامنځ ته کوي چې وکولی شي ورزش وکړي او د پورته پروګرامونو په فعالیتونو کې برخه واخلي. دغه مرکز همدا ډول د لوبو فضا، د ټولنیز پرمختګ لپاره د مطلب او سیمنار جوړول.

ډي- لایټ

ستونزه: له لسیزو جګړو وروسته، افغانان د خپل پیداوار د ډېرولو او ژوند د سطحې د لوړلو لپاره له یوې سمې زېربنا محروم دي.

زموږ حل لاره: روشن د ډي- لایټ شرکت سره همکار شوی چې په کورونو کې خطرناک نفتي څراغونه په لمریزو او دوامداره څراخونو بدل کړي، دغه څراغونه د شپې پر مهال د زده کوونکو د ګټورې مطالعې ځواک پیاوړی کوي، د کورونو پیداوار پورته بیايي او په هېواد کې د زېربناوو سخت کمښت لیرې کوي.

زموږ همکاران: ډي- لایټ

د زده کړو انلاین مرکزونه

ستونزه: افغانان پر ټکنالوژۍ ولاړې نړیوالې سیالۍ له سرچینو او وسایلو محروم دي.

زموږ حل لاره: روشن ټولنه د ترمیم شوو او مجهزورکانتینرونوڅخه د ګټې اخیستنې له لارې له لمریزو دوامدارو پاڼو سره، د زده کړې انلایني مرکزونه جوړوي چې د لپټاپ او نورو ارتباطي څيزونو درلودونکي دي. دغه مرکزونه په سیمه ییز ډول او د خلکو په وسیله چې دغه وسایل هغوی ته ورکړل شوي، ساتل کیږي تر څو له دې لارې، د محلي سیمو اړتیاوې پوره شي. د دغو مرکزونو کاروونکي کولی شي چې خپل ځانونه له ټکنالوژۍ سره بلد کړي، سوداګرۍ ته ور ودانګي او له خپلې کورنۍ او دوستانو سره له لیرې واټن اړیکه ونیسي.

روشن/سېسکو سیسټم

ستونزه: افغانان پر ټکنالوژۍ ولاړې نړیوالې سیالۍ لپاره له سرچینو او وسایلو محروم دي.

زموږ حل لاره: په 2007 کال، روشن له خپلو شریکانو سره یو ځای شو چې د هغې ایډیا ملاتړ وکړي چې موخه یې په ای ټي ډګر کې په خصوصي او دولتي برخه کې د محصلینو لپاره د اړوندو دندو موندل و. دغې اېډیا په انجنیرۍ، کمپيوټر او نورو اړوندو څانګو کې د لوړو زده کړو لپاره لازم وسایل برابر کړل او د هېواد په کچه یې 600 محصلینو ته د تحصیل زمینه برابره کړې ده.

زموږ همکاران: UNDP او سیسکو سیسټم

د روشن نوښتیزه ټکنالوژي (زده کړې): د ښوونکي د مشورې کرښه

روشن ټولنې، د خپلو همکارانو په مرسته، له لیرې او لېږدیدونکی د زده کړې یو موډل رامنځ ته کړی چې افغان نجونو او هلکانو ته زمینه برابروي تر څو د ښوونځيو باکیفیته زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي. د دغه موډل د زده کړې توکي د پوهنې وزارت د هدفونو په چوکاټ کې ځای لري. (د انځورونو او د ګټې اخیستو د لارښوونو په ګډون)

زموږ همکاران: صبا ټلویزوني شبکه، د بشرپالو مرستو د همغږۍ بنسټ CHA، Butterfly-Oxfam Novib او د پوهنې وزارت.

5 سوداګري او مېرمنې

د معاش پيدا کولو مرستندویه پروګرام

ستونزه: له لسییزو جګړو وروسته، ښځې په تېره په لیرې پرتو سیمو کې زیان لیدونکي دي، چې په دغو سیمو کې د معاش پیدا کولو فرصتونه کم دي.

زموږ حل لارې: په 2009 کال د روشن ټولنې د افغان مېرمنو لپاره د بشرپالو مرستو پروژې (HAWA) له لارې چې د CARE موسسې له خوا پلې شوې وه، ملاتړ وکړ. دغه پروژې زیانمنو میرمنو ته څاروي تیار کړل تر څو یې په مرسته پیسې پیدا کړي.

زموږ همکاران: CARE موسسه

د ښځو لپاره د ټلفون عمومي غرفه(WPCOs)

ستونزه: د څو لسیزو جګړو له امله ښځې زیانمنې شوې او د ګټې لپاره یې لږ فرصتونه لرلي دي.

زموږ حل لاره: روشن د ښځو لپاره د ټلفون د یوې عمومې غرفې په جوړلو سره چې په مرسته یې د ښځو لپاره کارونه پيدا کیږي او د هغوی لپاره، د سوداګرۍ د پيل موکه برابریږي. د دغې پروژې له لارې، له افغانانو سره د مرستې بنسټ (Aid Afghan) مېرمنې د وړو پورونو د ترلاسه کولو لومړني بانک (FMFB-A) ته ور پيژني، چې مېرمنې وکولی شي پور تر لاسه کړي او یوه سوداګري پیل کړي. د هر اوپراټور WPCO لپاره د ارزانه لګښتونو یو بنډل تیار شي. په دغه بنډل کې یو موبایل، سیمکارت، آنتن، چارچر، 12500 اړیکې او د روشن مخابراتي شبکې د PCO رسمي لوحه به ولري. اوپراتور WPCO به یې د ګټې یوه برخه د وړو پورونو د بیا ورکړې او همدا ډول د اړیکې د نورو دقیقو د ترلاسه کولو لپاره ترې ګټه واخلي. هر ځل چې د دغې پروژې کوم اوپراتور ډېرې دقیقې وپيري، 60% وړیا اضافي کرېډېټ به ترلاسه کړي. دغه تخفیف د میرمنو د ګټې لپاره په پام کې نیول شوی او د ښځو عواید تر ممکنې اندازې زیاتوي. که څه هم WPCO پروژه په بوازې ډول بې وزلي له منځه نشي وړلی خو دغه پروژه د دوامداره او باثباته عوایدو سرچینه ده چې ښځې يې په مرسته کولی شي کرار کرار پر فقر پیاوړې شي او د خپلې کورنۍ لپاره د ښه ژوند زمینه برابره کړي.

زموږ همکاران: Afghan Aid و USAID

شاهرارا باغ اورزشي امکانات

ستونزه: د څو لسیزو جګړو له امله ښځې زیانمنې شوې او د تفریح لپاره د یوې عمومي فضا د نه شتون له امله ځوریږي.

زموږ حل لار: روشن ټولنه، شاهرارا باغ رامنځ ته کړ، ښځو ته ځانګړی شوی باغ چې د میرمنو لپاره هلته د ورزشي فعالیتونو زمینه شته ده. روشن ټولنه له دې امله چې ښځې او نجونې یوه فعال او روغ ژوند ته هڅوي، هڅه کوي تر څو له ټولنې او دهغوی له وړتیا وو ملاتړ وکړي.

د روشن نوښتنیزه ټکنالوژي (سوداګري): معلومات

((معلومات)) د جنسونو له بیو څخه د خبرېدو یو سیسټم دی چې په 14 ولایتونو کې یې د جنسونو له بیو څخه بزګران، پرچون خرڅوونکي، سوداګر او عمده پلورونکي خبروي. بزګران په خپل موبایل کې د لیکلي پيغام او یا غږیز سیسټم ټکنالوژۍ له لارې کولی شي د بازار له وضعیت څخه شیبه په شیبه خبر شي. ((معلومات)) خدمتونه بزګرانو ته په دري، پښتو او انګلیسي ژبو د لاسرسي وړ دي. دا چې د هېواد اویا سلنه وګړي بې سواده دي، غږیز سیسټم یا IVR په افغانستان کې یوه مهمه ځانګړنه بلل کیږي.

زموږ همکاران: Mercy Corps بنسټ او IDEA-NEW پروژه له USAID څخه.