×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
ګډون

ګډون

زموږ د فعالیتونو تر ټولو ستره برخه ، له اوږد مهاله ګډون پرته د امکان وړ نه ده موږ په افغانستان کې له نویو او پخوانیو همکارانو سره د خپلو پروژو د پلي کېدو دفعالیتونو لپاره دوام ورکوو، له نورو بنسټونو سره د ګډې همکارۍ له لارې موږ کولی شو د ځواکمنتیا او کیفیت په برخه کې خپل اغیز زیات کړو. 

 

په روشن ټولنه کې، موږ باوري یو چې مرسته رسیدنه کولی شي په هر ډول ترسره شي او هیڅ مرسته به بې ارزښته نه وي. د همدغه لیدلوري له مخې موږ یوه طرح ((روشن روښنايي راولي)) (RBR) رامنځ ته کړه. RBR د روشن کارکوونکو او همکارانو ته دا امکان برابروي چې خپل تخصص، تجهیزات، زده کړې او مالي مرستې زموږ ټولنیز پروګرام ته چې موږ یې ملاتړ کوو، ډالۍ کړي.

 

که له روشن سره همکارۍ ته لیوالتیا لرئ او یا غواړئ د ټولنیزو پروژو د پرمختګ لپاره له موږ سره مرسته وکړئ، مهرباني وکړئ د socialprograms@roshan.af ایمل ادرس له لارې زموږ سره په اړیکه کې شئ.