×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 

په نړیوالو معیارونو د روشن د پېرودونکو خدمتونه
د روشن شرکت په نړیوالو معیارونو د اړيکې د لومړي هدفمند مرکز د رامنځ ته کولو له شعار سره، په افغانستان کې د پېرودونکو خدمتونو د سټنډرډونو په برخه کې مخکښ دی. روشن هغه لومړنی شرکت و چې د پېرودونکو خدمتونو ټیم یې ایزو (ISO)تصدیق پاڼه تر لاسه کړه. ایزو تصدیق پاڼه 9001:2008 د تر ټولو لوړ کیفیت میریت دی چې د نړیوال سټنډرډ کېدلو سازمان له خوا پېژندل شوې.

د روشن د اړیکو عالي او ماډرن مرکز په 24 ساعته توګه د شپږو میلیونو پيرودونکو په خدمت کې دی او هره اونۍ 230000 اړیکې تر لاسه کوي چې تر %97 سلنه ډېرو اړیکو ته یې ځواب ورکول کېږي*. د روشن فعال او مسلکي کارکوونکي حاضر دي د هر ډول ستونزې د هوراۍ، د بنډلونوفعالولو، د روشن محصولاتو او خدمتونو په اړه پوښتنو ته په دري، پښتو او انګلیسي ژبو د اونۍ په اوو ورځو کې ځواب ووايي.

د مېرمنو لپاره غږ

فرهنګي دودونو ته په احترام، اوس د روشن ښځينه پېرودونکې کولی شي د مېرمنو لپاره د اړیکو مرکز چې د ښځو لپاره ځانګړی شوی غوره کړي. دغه ادراه 100 په سلو کې د ښځو لپاره ده، همغه ډول مو چې ژمنه کړې وه خپلو پیرودونکو ته داسی خدمتونه وړاندی کوو چې له هغه سره د ارامۍ احساس وکړي.

د مېرمنو د اړیکو په مرکز کې د نوم لیکنې لپاره 333 د شنبې په ورځو د سهار له 6 د مازیګر تر 4 پورې ډایل کړئ او بیا 9 غوره کړئ وروسته له دې چې ستاسې غړیتوب تایید شي، تل به د پېرودونکو خدمتونو ته د لاسرسي لپاره به په اتومات ډول د مېرمنو د اړیکو له مرکز سره وصل شئ.

جایزې

پیرودونکو ته د غوره خدمتونو چمتو کول، د اسیا اړیکې جایزې، جون 2012
د کال د پېرودونکو د غوره خدمتونو تیاروونکی، CommsMEA جایزې، سپټمبر 2007

له موږ سره اړیکه ونیسئ

له روشن سره ستاسې اړیکه که هغه د ټلفون، ایمل یا له روشن شرکت سره د مخامخ کیناستو له لارې وي، زموږ لپاره لومړیتوب لري.

د خپلو پوښتنو د مطرح کولو لپاره، دغه شمېرې ډایل کړئ:

په هېواد کې د ننه له روشن سیم کارت څخه

333

له نورو داخلي شبکو څخه

0799971333

د ام-پیسه په اړه ستاسې د پوښتنو لپاره، لاندې شمېرې ډایل کړئ:

په هېواد کې د ننه له روشن سیم کارت څخه

313

له نورو داخلي شبکو څخه

0799971313

له موږ لیدنه وکړئ

زموږ نږدې پلورنځيو ته د لاسرسي لپاره، دلته کلیک وکړئ..


* د 2012 له جون راهیسی