×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
په پروګرام کې شاملېدل

د وفادارۍ امتیازونه تر لاسه کړئ او هغه هند او دوبۍ ته په وړیا سفر او له روشن څخه روشن ته په وړیا دقیقو او وړیا انټرنټ بدل کړئ

په پروګرام کې شاملېدل

د روشن له وفادارۍ جایزو سره، ټول ګټونکي دي

روشن د افغانستان تر ټولو غوره مخابراتي شبکه، اوس تاسې ته د وفادارۍ جایزو برنامه وړاندې کوي چې له هغی سره ټول ګټونکي دي.

د وفادارۍ امتیازونه تر لاسه کړئ او هغه هند او دوبۍ ته په وړیا سفر او له روشن څخه روشن ته په وړیا دقیقو او وړیا انټرنټ بدل کړئ

تاسې کولی شئ له روشن سیمکارت سره د اړیکې نیولو، پیغام استولو، له انټرنټ څخه د ګټې اخیستنې او د روشن له ارزښتمنو خدمتونو او یا هر بل فعالیت له لارې، د وفادارۍ امتیازونه تر لاسه کړئ.

تاسې همدا ډول کولی شئ د اړیکې د تر لاسه کولو پر مهال هم امتیازونه تر لاسه کړئ. هر څومره ډېر چې له خپل سیمکارت ګټه واخلئ ډېر امتیازونه او جایزې به تر لاسه کړئ.

د روشن د نویو کټګوریو له سیسټم سره، ډېر امتیازونه تر لاسه کړئ.

د روشن د برونز، نقرې، طلا یا پلاتین کټګوریو سره، بې ساري امتیازونه تر لاسه کولی شئ او همدارنګه به په اتومات او وړیا ډول له دغو کتګوریو څخه یوې لوړې ته ارتقا وکړئ.

لاندې موږ د کټګوریو سېسټم او د هغه د کارولو طریقه تاسې ته وړاندې کوو چې وکولی شئ بې ساري امتیازونه تر لاسه کړئ.

د کټګورۍ نوم

د اړتیا وړ امتیاز

د مصرفي کرېډېټ کچه – د ترلاسه کېدونکي امتیاز اندازه

برونز

0 – 5,000

1 افغانۍ – 1 امتیاز

نقره

5,001 – 25,000

1 افغانۍ – 1.25 امتیازونه

طلا

25,001 – 75,000

1 افغانۍ – 1.5 امتیازونه

پلاتین

75,001 او یا ډېر

1 افغانۍ – 2 امتیازونه

 

تاسې به همدا ډول د هرې دقیقې تر لاسه کېدونکې اړیکې په بدل کې 1 امتیاز  تر لاسه کړئ. دغه امتیازونه د ټولو پورتنیو کټګوریو لپاره د پلي کېډو وړ دي. 

که 5000 امتیازونه او یا تر دې لږ لرئ (د نویو پېرودونکو په ګډون) تاسې به د برونزو په کټګورۍ کې ځای ولرئ. دا په دې معني چې د یوې افغانۍ په لګولو به د وفادارۍ یو امتیاز تر لاسه کړئ.

پورتني جدول ته په کتو به متوجه شوی یاست، هر څومره مو چې کټګوري لوړه ځي د وفادارۍ ډېر امتیازونه به تر لاسه کړئ. .

که تاسې د میاشتې په پای کې 5500 امتیازونه جمع کړي وي، تاسې به په اتومات ډول د نقرې په کټګورۍ کې ځای ولرئ چې د هرې افغانۍ په لګولو به د وفادارۍ 1.25 امتیازونه ترلاسه کوئ

د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو او نوم لیکنې لپاره، همدا نن  #1212* ډایل کړئ او یا له 1212 سره په اړیکه کې شئ

 

شرایط او ضوابط

  • هر امتیاز چې تر لاسه کوئ له 12 څخه تر 23 میاشتو اعتبار لري او د ټولو امتیازونو اعتبار به په کال کې یو ځل له منځه ځي. (د بېلګې په ډول که تاسې 250 امتیازونه د 2016 کال په جنورۍ میاشت کې تر لاسه کړي وي، دغه امتیازونه به د 12 نورو میاشتو یعنې د 2017 تر جنورۍ پورې اعتبار ولري او که د 2016 کال په فبرورۍ میاشت کې مو امتیازونه تر لاسه کړي وي ستاسې امتیازونه به د 2018 تر جنورۍ پورې اعتبار ولري)

  • ستاسې امتیازونه به په وفادارۍ برنامه کې ستاسې د ګډون له نیټې څخه محاسبه کیږي او بل کال په همدغه نیټه به یې وخت تېرېږي. د بېلګې په ډول که تاسې د 2016 کال د جون په 21مه په وفادارۍ برنامه کې ګډون کړی وي ستاسې امتیازونه به بل کال د جون په 21 د 12 او 23 میاشتني حسابې سیسټم پر بنسټ تېروخته کیږي.

 

نوي ځانګړتیاوې:

اوس د روشن پېرودونکي کولای شي چې د وفادارۍ امتیازونو له درې نوي ځانګړتیاوو نه ګټه پورته کړي. د روشن پېرودونکي کولای شي چې د دې ځانګړتیاوو په کارونې سره د خپلو وفادارۍ امتیازونو د اعتبار موده بیا تمدید کړي، د وفادارۍ امتیازونه واخلي او خپل اوسني امتیازونه خپلو دوستانو او کورنیو ته ډالۍ کړي.

 

د روشن د وفادارۍ  امتیازونو پروګرام نوې ځانکړتیاوې په لاندې ډول دي:

 

۱-  د وفادارۍ امتیازونو د اعتبار مودې تمدیدول: پېرودونکي کولای شي چې د روشن د بنډلونو په فعالولو او په خپل حساب کې د کریډیټو زیاتولو سره د خپلو وفادارۍ امتیازونو د اعتبار موده زیاته کړي.

 

۲- د امتیازونو اخیستل: پېرودونکي کولای شي چې د وفادارۍ له پروګرام نه ۱۰۰۰،۵۰۰، او ۲۰۰۰  امتیازونه واخلي. دا وړاندیز د هغه پېرودونکو لپاره دی چې تر ټولو کم د وفادارۍ امتیازونه لري. له دې وړاندیز سره به هغوي وکولای شي چې ډېر امتیازونه واخلي او ډالۍ ترلاسه کړي.

 

د وفادارۍ امتیازونو د اخیستلو لپاره دا لاندې لارښوونې تعقیب کړي:

 

  • د ۵۰۰ وفادارۍ امتیازونو د اخیستلو لپاره د ۱۵ افغانیو په بدل کې *1212*500# ډایل کړئ.
  • د ۱۰۰۰ وفادارۍ امتیازونو د اخیستلو لپاره د ۳۰ افغانیو په بدل کې *1212*1000# ډایل کړئ.
  • د ۲۰۰۰ وفادارۍ امتیازونو د اخیستلو لپاره د ۶۰ افغانیو په بدل کې *1212*2000# ډایل کړئ.

 

۳- د وفادارۍ امتیازونو لېږل: د پورته دوه ځانګړنو سربېره، د روشن پېرودونکي کولای شي چې د وفادارۍ ۳۰۰ او ۶۰۰ امتیازونه خپلو کورنیو او دوستانو ته واستوي.

د امتیازونو د استولو لپاره دا لاندې لارښوونې تعقیب کړئ:

  • د ۶۰۰ وفادارۍ  امتیازونو د لېږلو لپاره د ۱۵ افغانیو په بدل کې *1212*79XXXXXXX*600# ډایل کړئ.
  • د ۳۰۰ وفادارۍ  امتیازونو د لېږلو لپاره د ۸ افغانیو په بدل کې *1212*79XXXXXXX*300# ډایل کړئ.