×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
ویکیپیډیا ته وړیا لاس رسی

ویکیپیډیا ته وړیا لاس رسی!

ویکیپیډیا ته د وړیا لاس رسی

۱- د روشن پېرودونکي څرنګه کولای شي چې وړیا ویکیپیډیا په خپلو ټیلیفونونو کې فعاله کړي؟

ځواب: د روشن ټول پېرودونکي کولای شي چې د W کوډ ۵۵۵ ته واستوي او وړیا ویکیپیډیا ته د یو کال لپاره لاس رسی ولري.

 

۲- آیا دا وړاندیز کوم پټ او یا هم اضافي مصرف لري؟

ځواب: نه، کله چې د روشن پېرودونکي ویکیپیډیا فعاله وي، هغوي کولای شي چې د د یوکال لپاره د ویکیپیډیا او د هغه محتویاتو څخه په وړیا توګه کټه واخلي. د یوکال په تېريدو سره، د روشن پېرودونکي کولای شي چې د ویکیپیډیا لاندې بنډلونه په ټیټو بیو سره فعاله کړی.

 

د اعتبار وخت

منابع

بیه

بنډلونه

۳۰ ورځې

۲ جي بي

۵۰ افغانۍ

د ویکیپیډیا میاشتنی بنډل

۷ ورځې

۱ جي بي

۳۵ افغانۍ

د ویکیپیډیا اونیز بنډل

۱ ورځ

۵۰۰ ام بي

۵ افغانۍ

د ویکیپیډیا ورځنی بنډل

 

۳- آیا تاسو کولای شئ چې وړیا ویکیپيډیا په نورور سیمکارټونو کې( د روشن نه پرته) فعاله کړئ؟

ځواب: نه، وړیا ویکیپیډیا یوازې د روشن سیمکارټونو له لارې د فعالولو وړ ده.

 

۴- آیا تاسو کولای شئ چې وړیا ویکیپیډیا په غیر ګرځنده ټیلیفونونو کې فعاله کړئ؟

ځواب: نه، د وړیا ویکیپیډیا د فعالولو لپاره تاسو یو ګرځنده ټیلیفون ته اړتیا لرئ.

 

۵- ولې وړیا ویکیپیډیا ته لاس رسی یوازې د یو کال لپاره ده؟

ځواب: د ویکیمیډیا له بنسټ سره د تړون پر اساس، وړیا ویکیپیډیا ته لاس رسی یوازې د یو کال لپاره ده.

 

۶-  که د ویکیپیډیا نه پرته کومه بله انټرنټي پاڼه خلاصه کړم، آیا زما د ټیلیفون نه به پیسې وګرځول شي؟

ځواب: د روشن پېرودونکي یوازې کولای شي چې د ویکیپیډیا محتویاتو ته په وړیا توګه لاس رسی ولري. خو که هغوي د ویکیپیډیا نه پرته کومه بله انټرنټي پاڼه خلاصه کړي نو د عادي بيو ورکړه  به د اجرا وړ وي مګر په هغه صورت کې چې هغوي دانټرنټي بنډلونو څخه کوم بنډل فعاله کړی وي.

 

۷- څرنګه یو پېرودونکی کولای شي چې وړیا ویکیپیډیا غیر فعاله کړي؟

ځواب: وړیا ویکیپیډیا ته  لاس رسی وروسته له یو کال څخه په اتوماته ډول غیر فعالیږي.

 

یادونه:  د لاډيرو معلوماتو لپاره تاسو کولای شئ چې د روشن د رسمي فیسبوک پاڼې له لارې www.facebook.com/RoshanConnects زمونږ سره په اړیکه کې شئ. همداراز تاسو کولای شئ د خپلو پوښتنو د ځواب موندلو لپاره د روشن د پېرودونکو خدمتونو ۳۳۳ شمېرې له لارې مونږ سره په اړیکې ونیسئ.