×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د اړیکې ځانګړنې

د اړیکې نیوونکي کس له پېژندنې خبر شئ، او د موبایل د چارج نه لرلو پر مهال تر لاسه کېدونکې اړیکې نورو شمېرو ته ولېږدوئ. د روشن د اړیکې ځانګړنې، خبرې په یوه اسانه کار بدلوي.

د اړیکې نیوونکي پيژندنه

د تاسې لپاره په زړه پورې ده چې پوه شئ چا درسره اړیکه نیولې؟ کله چې له تاسې سره اړیکه نیول کیږي، تاسې کولی شئ د اړیکې نیوونکي پيژندنه و څېړئ چې پوه شئ ایا دغه کس مو ملګری دی، یا مو د کورنۍ کوم غړئ دی یا مو هم له اشنایانو کوم کس دی. هغه مهال چې اړیکه نیوونکی کس نه پيژنئ، کولی شئ اړیکه یې غږیز سیسټم ته ولېږدوئ.

 

د فعالولو طریقه

فعالولو ته هیڅ اړتیا نشته. دغه ځانګړنه له پخوا د تاسې لپاره فعاله شوې ده.

 

شرایط او ضوابط

* اړیکې که د شبکو له څانګو او یا مشخصو سیمو وي، د اړیکې نیوونکي شخص د پيژندلو شمېره نه څرګندوي.

 

د نورو معلو ماتو لپاره -  له 333 شمېرې سره اړیکه ونیسئ، چې د روشن پیرودونکو د خدمتونو د ټیم له کوم استازي سره خبرې وکړئ.

اړیکه د انتظار په حالت کې

که ستاسې دوست یوه په زړه پورې کیسه تاسې ته کوي او د دغې اړیکې پرمهال بله اړیکه تر لاسه کړئ، اړینه نه ده چې اوسنۍ اړیکه مو پرې کړئ. تاسې کولی شئ خپل ملګری مو په انتظار کې پرېږدئ او بله اړیکه ځواب کړئ. وروسته بیا لومړۍ اړیکې ته ورشئ او د کیسې دوام مو له خپل دوست څخه واورئ.

 

تاسې کولی شئ:

- دویمه اړیکه بې ځوابه پرېږدئ، او پرېږدئ چې غږیز پیغام ته لاړه شئ.

- خپله لومړنۍ اړیکه پرې او دویمې ته ځواب ووایئ.
- ځو ځله خپله مکالمه د دوو اړیکو ترمنځ، تر سره کړئ.

 

لګښت -  دغه خدمتونه وړیا دي.

 

د فعالولو طریقه

د دغو خدمتونو د فعالولو لپاره، له معمول سره سم باید لاندې پړاوونه سر ته ورسوئ:

  1. مینیو
  2. د اړیکې سټنګ
  3. د شبکې سټنګ
  4. اړیکه د انتظار په حالت کې

 

د نورو معلوماتو لپاره -  له 333 شمېرې سره اړیکه ونیسئ چې د روشن د پیرودونکو د خدمتونو د ټیم له کوم استازي سره خبرې وکړئ.

د اړیکې انتظار

د اړیکې انتظار، له خدمتونو سره تاسې کولی شئ

  • کله چی غواړئ له بل چا سره خبری وکړئ کولای شئ خپله ټلفوني مکالمه په انتظار کې پرېږدئ.
  • د دغو خدمتونو له ځانګړي خصوصي حریم څخه خوند واخلئ، ځکه هغه کس چې په انتظار کې دی، ستاسې غږ به په بله مکالمه کې نه اوري.
  • د دوو اړیکو تر منځ مو خبرې، څو ځله ځای پر ځای کړئ.

 

د فعالولو طریقه

د خپل ټلفون له مینیو د اړیکې د انتظار ډول غوره کړئ. دغه اړیکې فعالولو ته اړتیا نه لري.

 

د نورو معلوماتو لپاره -ه 333 شمېرې سره اړیکه ونیسئ چې د روشن د پیرودونکو د خدمتونو د ټیم له کوم غړي سره خبرې وکړئ.

د اړیکې لېږد

نور به هیڅ مهمه او ضروري اړیکه له لاسه ورنه کړئ- پروا نه کوي چې په بله اړیکه بوخت یاست، له لاسرسي دباندې وئ یا مو د موبایل د بېټرۍ چارج خلاص شوې وي، تاسې کولی شئ د اړیکې د لېږد خدمتونه فعال کړئ او ستاسې اړیکه به یوه بل موبایل ته ولیږدول شي.

 

لګښت -  دغه خدمتونه وړیا دي.

 

د فعالولو طریقه

د اړیکې د لېږد خدمتونو د فعالولو لپاره

  1. د خپل موبایل مینیو ته ورشئ.
  2. د "اړیکو تنظیمات" غوره کړئ.*
  3. د "اړیکې لېږد" غوره کړئ.*
  4. د "اړیکې د لېږد" یو ډول، د بېلګې په ډول بوخت، له لاسرسي بهر، نه موجودیت یا کوم بل غوره کړئ.
  5. د "اړیکې لېږد" ډول مو فعال کړئ.
  6. له لاندې ډولونو څخه یو یې غوره کړئ:
  7. د لیکلي پیغام باکس ته
  8. بلې شمېرې ته
  9. د موبایل هغه شمېره چې غواړې خپلې اړیکې هغه ته ولیږدوئ او یا هم د غږیز پیغام باکس ته ستاسې د اړیکو د لېږد لپاره، 777 شمېره دننه کړئ. د تایید لپاره ’OK’ کیکاږئ.

 

د نورو معلوماتو لپاره -  له 333 شمېرې سره اړیکه ونیسئ چې د روشن د پيرودونکو د خدمتونو د ټیم له کوم استازي سره خبرې وکړئ.

 

*د مینیو دغه ډول کیدلی شي ستاسې د موبایل تر موډل پورې توپیر ولري.

د بې ځوابه اړیکو په یاد راوړل

کله چې تاسې د پوښښ له سیمې د باندې وئ، یا مو موبایل ګل وي، د لیکلي پیغام له لارې به له بې ځوابه اړیکې خبر شئ.

د بې ځوابه اړیکو د په یاد راوړلو له لارې تاسې کولی شئ

په دقیق ډول پوه شئ چې چا کوښښ کړی له تاسې سره اړیکه ونیسي.

د لیکلي پیغام له لارې په دقیق ډول پوه شئ چې څه وخت له تاسې سره اړیکه نیول شوې.

تاسې فعالولو ته اړتیا نه لرئ دغه خدمتونه تاسې ته مخکی له مخکی فعال شوي.

 

د نورو معلوماتو لپاره -  له 333 شمېرې سره اړیکه ونیسئ چې د روشن د پیرودونکو د خدمتونو د ټیم له کوم غړي سره خبرې وکړئ.

غږیز پیغام

کله چې تاسې کومې اړیکې ته په ځواب ورکولو قادر نه یاست، یا مو موبایل ګل دی، زموږ د غږیزو پیغامونو خدمتونه به ستاسې اړیکې ته ځواب درکړي، یو فایل به د مقابل لوري تاسې ته ثبت کړي. حتی که کوم کس چې اړیکه نیولي نه غواړي یو پیغام درته واستوي، تاسې به د لیکلي پيغام له لارې له اړیکې خبر شئ.

پیغام کې د خپلې خوښې بدلون راوستل

د سلام او احوال پوښتنې د یوه پیغام په ثبتولو سره به تاسې له هغه کس سره چې اړیکه مو ورسره نیولې اطمنان درکوي چې هغه له یوې سمې شمېرې سره اړیکه نیولې او هغوی به د یوه غږیز پيغام پرېوښودلو ته وهڅوئ.

 

د غږیزو پیغامونو له خدمتونو سره تاسې کولی شئ

  • کله چې اړیکې ته د ځواب قادر نه یاست، له اړیکې نیوونکي څخه یو پیغام تر لاسه کړئ.

  • له خپلې خوښې سره سمه او په وړیا ډول یوه احوال پوښتنه ثبت کړئ،

  • پیغامونه مو په هېواد کې دننه په وړیا ډول تر لاسه کړئ.

 

د فعالولو طریقه

له 777 شمېرې سره اړیکه ونیسئ او لارښوونې تعقیب کړئ

 

غږیز پیغام ته لاسرسی

په افغانستان کې دننه: 777 ډایل کړئ

  • له هېواد څخه د باندې په مستقیم ډول د روشن سیمکارت غږیزو پیغامونو ته د لاسرسي لپاره 0093799787778 ډایل کړئ.

  • له بل موبایل څخه د خپل غږیز پیغام ته د لاسرسي لپاره 0093799788788 ډایل کړئ او خپل پېن مو دننه کړئ.

 

د نورو معلوماتو لپاره له 333 سره اړیکه ونیسئ چې د روشن پېرودونکو د خدمتونو د ټیم له کوم غړي سره خبرې وکړئ.