×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د کرېډېټ انلاین ډېرول

وخت ډېر ارزښت لري. ځکه هغه وخت چې بیړه لرئ او کرېډېټ ته اړتیا پیدا کوئ، په انلاین توګه د کرېډېټ ډېرول له تاسې سره مرسته کوي چې په چټکه او اسانه توګه وکولی شئ له پيرودونکو سره مو خبرو ته دوام ورکړئ.

په انلاین توګه د کرېډېټ ډېرول

نور اړتیا نشته چې د کرېډېټ خلاصیدو لپاره اندېښمن شئ. اوس تاسې کولی شئ په هېواد کې دننه او یا دباندې په انلاین توګه په خپل حساب کې کرېډېټ ډېر کړئ.

موږ له غوره نړیوالو پلورونکو سره شریکان یو، چې تاسې ته د کرېډېټ ډېرولو ماډرن، اسانه، چټکه او مناسبه طریقه وړاندې کړو.

له روشن څخه په انلاین توګه د کرېډېټ په ډېرولو تاسې کولی شئ:

  • په وړیا توګه زموږ له یوه همکار شرکت سره نوم لیکنه وکړئ. ( یوازې یو ځل نوم لیکنه کولی شئ)

  • هر وخت او له هرځایه د روشن له هرې مخکې ادا شمېرې څخه، کرېډېټ زیات کړئ.

  • د معتبرو کرېډېټ کارتونو یا PayPal حساب له لارې، د کرېډېټ د انلاین ډېرولو لګښت سمدستي ورکړئ.

 

د انلاین کرېډېټ اخیستلو طریقه

د لاندې لېنکونو له ډلې په یوه کلېک وکړئ او ساده لارښوونې تعقیب کړئ تر څو دغه کار سرته ورسوئ.

 

د نورو معلوماتو لپاره - له 333 شمېرې سره اړیکه ونیسئ چې د روشن د پيرودونکو د خدمتونو د ټیم له کوم غړي سره خبرې وکړئ.