×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
د اړیکې نغمې

خپلو ملګرو ته اجازه ورکړئ چی تاسو سره د اړیکی نیولو په وخت کی، مخکی له دی چی تاسو یی اړیکی ته ځواب ورکړئ ، ستاسو د خوښی سندری واوري.

د ملګرو نغمې

 

د اړیکې نغمو له خدمتونو سره تاسې کولی شئ:

  • د خپلې خوښې د اړیکې نغمه ډونلوډ کړئ.
  • د اړیکې نغمه د یوه ځانګړي کس لپاره برابره کړئ.
  • د خپل دوست د اړیکې نغمه کاپي کړئ.
  • د اړیکې یوه نغمه د سوغات په ډول خپلو دوستانو ته واستوئ.
  • یو څوک بلاک کړئ چې ستاسې د اړیکې نغمه وا نه وري.
  • د خپلې خوښې اړیکو د نغمو بنډل ډونلوډ کړئ
  • خپل غږ مو د اړیکې نغمې په ډول ثبت کړئ.
  • خپله د اړیکې نغمه له خواوشا 50000 بیلا بیلو سندرو څخه غوره کړئ. له ډلې یې دري، پښتو، هندي، اردو، عربي، ترکي، ایراني، تاجیکي سندرې، حمد او اسلامي ثنا، نعتونه، نشیدونه او نړیوالې سندرې.

 

پيرودونکي همدا ډول کولی شي، د خپلو سندرو لیست په لاندې ډول له خپلې خوښې سره سم عیار کړي:

  • د اصلي اړیکې لپاره د یوې نغمې تنظیمول
  • د اشخاصو یوې ځانګړې ډلې ته د اړیکې د نغمې تنظیمول.
  • د یوه ځانګړي وخت لپاره د اړیکې د یوې نغمې برابرول.
  • د اړیکې د نغمې له اورېدلو څخه د یوه کس یا یوې ډلې لیرې کول.
  • د یو ځانګړي کس لپاره د اړیکې د نغمې تنظیمول.

 د ملګرو د نغمو د ډونلوډ د پیل او د پورته ځانګړنو څخه د ګټې اخیستنې لپاره دلته کلیک وکړئ. 

وخت : د ملګرو د نغمو خدمتونه په یوه میاشت کې پای ته رسیږي.

 

د ملګرو د نغمو خدمتونه 

څه ډول مې د اړیکې نغمه فعاله یا غیر فعاله کړم؟
د اړیکې د نغمو په خدمتونو کې د ګډون یا نه ګډون لپاره، پېرودونکي باید لاندې لارې چارې تعقیب کړي:

نوم لیکنه/ فعالول
د غږیز سېسټم له لارې:
  • له 505 سره په اړیکه کې شئ.
  • د خپلې خوښې ژبه غوره کړئ:
    • د دري لپاره 1 تڼۍ کېکاږئ.
    • د پښتو لپاره 2 تڼۍ کېکاږئ.
    • د انګلیسي لپاره 3 تڼۍ کېکاږئ.
  • د نوم لیکنې لپاره 1 تڼۍ کېکاږئ.
د نوم نه لیکل/ غیر فعالول:
د غږیز سیسټم له لارې:
  • له 505 سره په اړیکه کې شئ.
  • د خپلې خوښې ژبه غوره کړئ:
  • اصلي مینیو ته د ګرځېدو لپاره، 3 تڼۍ کېکاږئ.
  • د مرستې تر لاسه کولو لپاره، 8 تڼۍ کېکاږئ.
  • د اړېکې د نغمې خدمتونو د غیر فعالولو لپاره، 1 تڼۍ کېکاږئ.
نوم لیکنه/ فعالول
د لیکلي پیغام له لارې:
  • پیغام پاڼه کې “register” کلمه ولیکئ.
  • پیغام 505 شمېرې ته واستوئ.
د نوم نه لیکل/ غیر فعالول:
د لیکلي پیغام له لارې:
  • پیغام پاڼه کې “cancel” کلمه ولیکئ.
  • پیغام 505 ته واستوئ.
نوم لیکنه/ فعالول:
د ډایل کولو له لارې:
  • 505#* ډایل کړئ.
  • د نوم لیکنې لپاره، 1 تنۍ کېکاږئ.
د نوم نه لیکل/ غیر فعالول:
د ډایل کولو له لارې:
  • 505#* ډایل کړئ.
  • د غیر فعالولو لپاره، 4 تڼۍ کېکاږئ.
نوم لیکنه/ فعالول:
د وېب پاڼې له لارې:
    • http://ringbacktones.roshan.af لېنک ته ورشئ .
    • په “Register Now” عبارت کلېک وکړئ.
    • د خپلې اړیکې شمېره د ننه کړئ.
  • په Register عبارت کلېک وکړئ.

د اړیکې نغمې په خدمتونو کې ګډون وړیا دی. په دغو خدمتونو کې تر ګډون وروسته به پېرودونکی یوه پېن شمېره تر لاسه کړي چې په مرسته یې کولی شي، په بریالیتوب سره خدمتونه فعال یا غیر فعال کړي او له انټرنټ څخه یې ډونلوډ کړي.

دغه خدمتونه به څومره لګښت ولري؟

د اړیکې نغمو په خدمتونو کې د ګډون فیس 35 افغانۍ دی او د هرې سندرې د ډونلوډ فیس د ډونلوډ له طریقې پرته، 15 افغانۍ دی.



د ډونلوډ له فیس پرته، لاندې لګښت هم پلی کېږي:
  • غږیز سیسټم: 5 افغانۍ د هرو لسو دقیقو په بدل کې
  • لیکلی پیغام: 2.5 افغانۍ د هر پیغام په بدل کې
  • د ډایل کولو له لارې: 2.5 افغانۍ د هرې غوښتنې په بدل کې
  • وېب: اضافي فیس نه اخیستل کیږي.
د پورتنیو ټولو ځانګړنو لپاره د لاندې لګښتونو جدول وګورئ:

ځانګړنې

نوی لګښت

توضیحات

* د اړیکې د نغمې کاپي کول

15 افغانۍ

15 افغانۍ د یو ځل لپاره

* له ګډون پرته د اړیکې د نغمې کاپي کول

15 افغانۍ

15 افغانۍ د نغمې لپاره

نوم لیکنه

35 افغانی

د ګډون فیس

ډونلوډ

15 افغانۍ

یو ځل 15 افغانۍ د نویې نغمې د ډونلوډ لپاره

30 ورځې د نغمې نوي کېدل

- افغانۍ

له لګښت پرته

د ګډون میاشتنی فیس

15 افغانۍ

تر هغې چې خدمتونه د پېرودونکي له خوا غیر فعال نشي، د نوي کېدلو میاشتنی لګښت په اتومات ډول اخیستل کیږي.

د معکوسې اړیکې د نغمې ځانګړنې

15 افغانۍ

15 افغانۍ یو ځل د دغې ځانګړنې د لګښت لپاره اخیستل کیږي.

د موسیقي بنډل کرایه

10 افغانۍ

10 افغانۍ هره میاشت

د موسیقي بنډل له 5 میوزیکونو سره

50 افغانۍ

د موسیقي بنډل 5 میوزیکونه په 50 افغانۍ/ د موسیقي بنډل ته د هر میوزیک زیاتول د 15 افغانیو په بدل کې

د موسیقي بنډل نوي کول

- افغانۍ

وړیا

د بوختې موسیقي بنډل، پینځه موسیقي

30 افغانۍ

د موسیقي بنډل 5 میوزیکونه په 30 افغانۍ/ د موسیقي بنډل ته د هر میوزیک زیاتول د 15 افغانیو په بدل کې

انټرنټ کې راشه درشه

- افغانۍ

 

لیکلی پیغام

2.5 افغانۍ

2.5 افغانۍ د هر لیکلي پیغام په بدل کې

غږیز پیغام

5 افغانۍ

5 افغانۍ په هرو 10 دقیقو کې) د 11 دقیقو لګښت به 10 افغانۍ وي)

د ډایل کولو له لارې

2.5 افغانۍ

2.5 افغانۍ په هره ناسته کې د هر لېږد په بدل کې – لکه لیکلی پیغام

ډله ییزه موسیقي

- افغانۍ

دغه ځانګړنه لګښت نه لري، د هرې موسیقي لګښت همغه 15 افغانۍ پلی کیږي

DIY

15 افغانۍ

15 افغانۍ د هرې موسیقي لپاره یو ځل

GIFT Tune

15 افغانی

15 افغانۍ د هرې موسیقي لپاره یو ځل

په GIFT کې د ګډون فیس

15 افغانۍ

ګډون وړیا دی او 15 افغانۍ د میوزیک لپاره اخیستل کیږي

د اړیکې د نغمې بندول

5 افغانۍ

5 افغانۍ هره میاشت د هرې شمېرې لپاره اړتیا ده چې بنده شي.

ډله ییز ځانګړي میوزیکونه

5 افغانۍ

5 افغانۍ هره میاشت د ډلې د ساتنې+ د میوزیکونو د لګښتونو لپاره اخیستل کیږي.

د وخت لپاره ځانګړي میوزیکونه

5 افغانۍ

5 افغانۍ هره میاشت د مهال ویش د ساتنې لپاره، د میوزیکونو لګښت هم اخیستل کیږي.

د شرکتونو لپاره د اړیکې نغمه

   

د تنظیمولو فیس

 

شرکتونو ته د اړیکې نغمو لپاره مهرباني وکړئ د خرڅلاو له یوه استازي سره په اړیکه کې شئ.

څه ډول د اړیکې نغمې کاپي کړم؟
پېرودونکي کولی شي د نورو پیرودونکو د اړیکو نغمو ته د غوږ نیولو پر مهال د * تڼۍ په کېکاږلو د هغه سندره کاپي او د خپلې اړیکې د نغمې لپاره یې غوره کړي.
  • د دغو خدمتونو د یوه ګډونوال پېرودونکي د اړیکې نغمې کاپي کول، 15 افغانۍ لګښت لري.
  • د هغه کس د اړیکې نغمې کاپي کول چې په دغو خدمتونو کې ګډون نه لري، ډونلوډ یې 15 افغانۍ لګښت لري.
څه ډول د اړیکې یوه نغمه د یوه ځاګړي شخص لپاره تنظیم کړم؟
پېرودونکي کولی شي د خپلو نغمو له لېست څخه یوه یا تر یوې ډېرې سندرې غوره کړي او هغه د خپلې خوښې کس لپاره برابره کړي. دغه سندره به یوازې د همغه ځانګړي کس لپاره خپریږي.

د غږیز سیسټم له لارې فعالول:
  • له 505 سره په اړیکه کې شئ.
  • اصلي مینیو ته د ورتلو لپاره، 3 تڼۍ کېکاږئ.
  • د خاصو ځانګړنو لپاره، 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • خپل پروفایل ته مو د ورتلو لپاره ، 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • د دوام لپاره 1 تڼۍ کېکاږئ او وروسته ځانګړي کس ته د سندرې غوره کولو لپاره 3 تڼۍ کېکاږئ.
د لیکلي پیغام له لارې فعالول:
  • د خپل موبایل پیغام پاڼې ته ورشئ.
  • دغه ټيپ کړئ: <د اړیکې ترلاسه کوونکي کس غوره کول> "فاصله" <د سندرې کوډ> "فاصله""MSISDN"
  • پیغام 505 ته واستوئ.
څه ډول د اړیکې یوه نغمه د افرادو یوې ځانګړې ډلې ته تنظیم کړم؟
پېرودونکي کولی شي د خپلو نغمو له لېست څخه یوه یا تر یوې ډېرې سندرې غوره کړي او خپله غوره کړې سندره د ځانګړې ډلې لپاره برابره کړي. پېرودونکي کولی شي حد اکثر 9 ډلې را منځ ته کړي او20  په هره ډله کې زیات کړي MSISDN.

د غږیز سیسټم له لارې فعالول:
  • له 505 سره اړیکه ونیسئ.
  • اصلي مینیو ته د ورتلو لپاره، 3 تڼۍ کې کاږئ.
  • د خاصو ځانګړنو لپاره، 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • خپل پروفایل ته د ورتلو لپاره، 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • د دوام لپاره 1 تڼۍ کېکاږئ او وروسته د اړیکې ترلاسه کوونکې ډلې د غوره کولو لپاره 4 کیکاږئ.
د لیکلي پیغام له لارې فعالول:
  • دغه پیغام ولیکئ: "فاصله" <د ډلې شمېره> "فاصله" <د سندرې کوډ>
  • پیغام 505 شمېرې ته واستوئ.
څه ډول د اړیکې یوه نغمه، د یوې میاشتې لپاره تنظیم کړم؟
پېرودونکي کولی شي د دغې ځانګړنې په غوره کولو سره، د خپلو نغمو له لېست څخه سندرې په پرله پرسې ډول خپرې کړي..
پېرودونکي همدا ډول کولی شي یوه سندره د یوه ځانګړي وخت لپاره برابره کړي:
  1. ټوله ورځ
  2. هره ورځ د یوه ځانګړي وخت لپاره
  3. د یوه ځانګړي وخت لپاره
  4. د هرې اونۍ لپاره
  5. د هرې میاشتې لپاره
  6. د هر کال لپاره
د غږیز پیغام له لارې فعالول:
  • له 505 شمېرې سره په اړیکه کې شئ.
  • اصلي مینیو ته د ورتلو لپاره، 3 تڼۍ کېکاږئ.
  • د خاصو ځانګړنو لپاره، 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • خپل پروفایل ته د ورتلو لپاره، 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • د دوام لپاره 1 تڼۍ کېکاږئ او وروسته په یوه ځانګړي وخت کې د یوې سندرې د برابرولو لپاره، 5 تڼۍ کیکاږئ.
څه ډول یوه ځانګړې ډله د اړیکو نغمو له لیست څخه لیرې کړم؟
پېرودونکي کولی شي یوه یا تر یوې ډېرې ډلې چې زیاتې کړې یې دي، لیرې کړي.

د غږیز پیغام له لارې فعالول:
  • له 505 سره په اړیکه کې شئ.
  • اصلي مینیو ته د ورتلو لپاره، 3 تڼۍ کېکاږئ.
  • د خاصو ځانګړنو لپاره، 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • خپل پروفایل ته د ورتلو لپاره، 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • د دوام لپاره 1 تڼۍ کېکاږئ او ورسته د یوې ځانګړې ډلې د لیرې کولو لپاره، 6 تڼۍ کېکاږئ.
د لیکلي پیغام له لارې فعالول:
  • د خپل موبایل پیغام پاڼې ته مو ورشئ.
  • دغه پیغام ټيپ کړئ: "فاصله" <د ډلې شمېره>"فاصله" <د سندرې کوډ>
  • پیغام 505 شمېرې ته واستوئ.
څه ډول د اړیکې یوه نغمه د سوغات په ډول یو چا ته واستوم؟
پېرودونکي کولی شي د اړیکې یوه نغمه د سوغات په ډول خپلو دوستانو او د کورنۍ غړو ته ولیږي. لګښت د لیږونکي کس څخه د دغو خدمتونو په لومړۍ میاشت کې اخیستل کیږي. تر لاسه کوونکی کس دغه واک لري چې سندره مني که یې نه مني.
  • د روشن هغه پېرودونکي لپاره چې د اړیکې نغمو په خدمتونو کې ګډون لري د سوغات په بڼه د اړیکې د نغمې استول، 15 افغانۍ لګښت لري.
  • د روشن هغه پېرودونکي لپاره چې د اړیکې نغمو په خدمتونو کې ګډون نه لري د سوغات په بڼه د اړیکې د نغمې استول، 15 افغانۍ لګښت لري.
د غږیز سیسټم له لارې فعالول:
  • له 505 سره په اړیکه کې شئ.
  • اصلي مینیو ته د ورتلو لپاره، 3 تڼۍ کې کاږئ.
  • د خاصو ځانګړنو لپاره، 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • د سوغات په توګه د یوې سندرې وړاندې کولو لپاره، 2 تڼۍ کېکاږئ.
د لیکلي پیغام له لارې فعالول:
  • د خپل موبایل پیغام پاڼې ته مو ورشئ.
  • دغه عبارت ټيپ کړئ: "فاصله" <د سندرې کوډ> "فاصله" < MSISDN >
  • پیغام 505 شمېرې ته واستوئ.
څه ډول د خپلې خوښې اړیکې نغمه ثبت کړم؟
پيرودونکي کولی شي خپل غږ یا میوزیک ثبت کړي او هغه د اړیکې نغمې په ډول برابر کړي. ثبت شوې نغمه به د تایید لپاره د روشن اداري څانګې ته واستول شي. که سندره د مدیر له خوا تایید شوه، موسیقي یا ثبت شوی غږ د اړیکې ترلاسه کوونکو له پاره د اړیکې نیولو پر مهال خپرېږي.

د غږیز سیسټم له لارې فعالول:
  • له 505 سره په اړیکه کې شئ.
  • اصلي مینیو ته د ورتلو لپاره، 3 تڼۍ کېکاږئ.
  • د خاصو ځانګړنو لپاره، 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • د شخصي ثبت شوو نغمو لپاره، 3 تڼۍ کېکاږئ.
  • د اړیکې ثبت شوې نغمې چې تایید شي، 15 افغانۍ لګښت لري.
څه ډول کولی شم داسې نغمه تنظیم کړم چې څرګنده کړي بوخت یم؟
کله چې پېرودونکي نشي کولی اړیکې ته ځواب ووایي، کولی شي د بوختیا د مهال نغمه فعاله کړي. کله چې د ځانګړي وخت نغمه فعاله شي، د عادي نغمې ځای به ونیسي او د بوختیا د وخت په پوره کیدو، به بېرته د اړیکې عادي نغمه خپرېږي. پېرودونکي کولی شي د بوختیا د مهال نغمه د یوې ورځې یا څو ورځو لپاره برابره کړي.

د غږیز سیسټم له لارې فعالول:
  • له 505 سره په اړیکه کې شئ.
  • اصلي مینیو ته د ورتلو لپاره، 3 تڼۍ کېکاږئ.
  • د خاصو ځانګړنو لپاره 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • د بوختیا د مهال نغمې لپاره، 4 تڼۍ کېکاږئ.
د لیکلي پغام له لارې فعالول:
  • د خپل موبایل پیغام پاڼې ته مو ورشئ.
  • دغه عبارت ټیپ کړئ: "فاصله" <د سندرې کوډ> "فاصله" <د ساعتونو شمېر/ورځې>
  • پیغام 505 ته واستوئ.
څه ډول کولی شم د اړیکې د نغمو یو بنډل فعال کړم؟
پېرودونکي کولی شي له 22 سلنه تخفیف سره، د خپلې خوښې 5 سندرې یوازې د 50 افغانیو په بدل کې ډونلوډ کړي.
پېرودونکي کولی شي د خپلې خوښې بنډل د خپلې خوښې له برخې غوره کړي. د بېلګې په ډول درې، پښتو او انګلیسي.

د غږیز سیسټم له لارې فعالول:
  • له 505 سره په اړیکه کې شئ.
  • اصلي مینیو ته د ورتلولپاره 3 تڼۍ کېکاږئ، د خاصو ځانګړنو لپاره 1 تڼۍ کېکاږئ او وروسته د موسیقي بنډلونو لپاره 5 تڼۍ کېکاږئ.
د لیکلي پیغام له لارې فعالول:
  • د خپل موبایل پیغام پاڼې ته مو ورشئ او دغه عبارت ولیکئ: <<downloadbox "فاصله" < د موسیقي بنډل شمېره> او وروسته یې 505 ته واستوئ.
څه ډول کولی شم د اړیکې یوه معکوسه نغمه فعاله کړم؟
پېرودونکي کولی شي له نورو سره د اړیکې نیولو پر مهال د معکوسې اړیکې د نغمې په فعالولو ، د عادي سندرې پر ځای، د خپلې خوښې سندرې ته غوږ کیږدي.

د غږیز سیسټم له لارې فعالول:
  • له 505 سره په اړیکه کې شئ.
  • اصلي مینیو ته د ورتلو لپاره، 3 تڼۍ کېکاږئ.
  • د خاصو ځانګړنو لپاره، 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • د معکوسې اړیکې د نغمې لپاره، 6 تڼۍ کېکاږئ.
څه ډول یو کس د خپلې اړیکې نغمې له اوریدلو بلاک کړم؟
هغه مهال چې ځينې خلک نه غواړي ستاسې د اړیکې نغمه واوري، تاسې کولی شي د اړیکې تر لاسه کوونکو حد اکثر د 5 کسانو لپاره د اړیکې نغمه بنده کړئ.

د غږیز سیسټم له لارې فعالول:
  • له 505 سره په اړیکه کې شئ.
  • اصلي مینیو ته د ورتلو لپاره، 3 تڼۍ کېکاږئ.
  • د خاصو ځانګړنو لپاره، 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • د اړیکې نغمې د بندولو لپاره، 7 تڼۍ کېکاږئ.
د لیکلي پیغام له لارې فعالول:
د خپل موبایل پیغام پاڼې ته ورشئ او دغه عبارت ټيپ کړئ:     <bcrbt> "فاصله" <msisdn>"فاصله" <msidn>
څه ډول یو البوم جوړ کړم؟
یو پېرودونکی کولی شي د خپلې خوښې سندرو 9 البومونه رامنځ ته کړي. کیدلی شي هر البوم حد اکثر 10 سندرې ولري.

د غږیز سیسټم له لارې فعالول:
  • له 505 سره په اړیکه کې شئ.
  • اصلي مینیو ته د ورتلو لپاره، 3 تڼۍ کېکاږئ.
  • د خاصو ځانګړنو لپاره 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • د البوم لپاره، 8 تڼۍ کېکاږئ.
څه ډول د اړیکې یوه نغمه د ID له لار پیدا کړم؟
پېرودونکي کولی شي د معتبر کوډ په دننه کولو سندرې ډونلوډ کړي.

د غږیز سیسټم له لارې فعالول:
  • له 505 سره په اړیکه کې شئ.
  • اصلي مینیو ته د ورتلو لپاره، 3 تڼۍ کېکاږئ.
  • د خاصو ځانګړنو لپاره، 1 تڼۍ کیکاږئ.
  • د نورو ځانګړنو لپاره 9 تڼۍ کېکاږئ.
  • د سندرو د کوډ لپاره 1 تڼۍ کېکاږئ.
څه ډول دملګرو یوه نغمه یو چا ته د سوغات په ډول واستوم؟
پېرودونکي کولی شي یوه ځانګړې سندره حد اکثر 5 شمېرو ته د سوغات په توګه واستوي. تر لاسه کوونکی کس باید د روشن پېرودونکی وي او دغه کس کولی شي سوغات ومني او یا یې ونه مني. که سوغات ومني دغه سنده به یې د اړیکې د نغمې په ډول عیاره شي.

د غږیز سیسټم له لارې فعالول:
  • له 505 سره په اړیکه کې شئ.
  • اصلي مینیو ته د ورتلو لپاره، 3 تڼۍ کېکاږئ.
  • د خاصو ځانګړنو لپاره، 1 تڼۍ کېکاږئ.
  • د خاصو ځانګړنو لپاره، 9 تڼۍ کېکاږئ.
  • د ډله ییزې اړیکې د نغمو لپاره، 2 تڼۍ کېکاږئ.
څه ډول کولی شم اصافي مرسته ترلاسه کړم؟
پيرودونکي کولی شي د مرستې له مینیو څخه خپل ګډون په موقتي یا دایمي ډول غیر فعال کړي او د خپل ګډون د پای ته رسېدو له نیټي خبر شي.

 

د نورو معلوماتو لپاره: -  له 333 شمېرې سره اړیکه ونیسئ چې د روشن د پیرودونکو د خدمتونو ډلې له کوم غړي سره خبرې وکړئ.