×
خبرونه تر لاسه کړئ د لاندیني فورم په ډکولو سره په خبرونو کې ګډون، تازه خبرونه تر لاسه کړئ
 
 
فیسبوک د لیکلي پیغام له لارې

له فیسبوک څخه په ګټې اخیستنې تل د خپلې کورنۍ او دوستانو په څنګ کې اوسئ. کولی شئ هغه څه چې ملګري مو ترسره کوي خبر شئ، د خپلې خوښې معلوماتو ته لاسرسی ولرئ، کومنټ پرېږدئ او د فیسبوک کومنټونه تر لاسه کړئ

له فیسبوک څخه د ګټې اخیستنې لارښود

 

څه ډول له فیسبوک سره وصل شم؟
  1. که فېسبوک اکونټ نه لرئ، کولی شئ http://www.facebook.com ویب پاڼې ته په ورتلو په وړیا توګه د فیسیبوک یو اکونټ جوړ کړئ.

  2. کله مو چې نوم لیکنه وشي خپل نوي یا اوسني فیسبوک ته په http://www.facebook.com/mobile/?settings ورشئ او Register for Facebook Text Messages غوره کړئ.

  3. د هېوادونو تر منځ افغانستان او د مخابراتي شبکو تر منځ، روشن غوره او لارښوونې تعقیب کړئ. له تاسې به وغوښتل شي چې د تاییدي کوډ لپاره F د لیکلي پیغام له لارې 32655 ته واستوئ. د کوډ د تایید لپاره، کوډ په خپله فیسبوک پاڼه کې دننه کړئ او خپل اکونټ فعال کړئ.

  4. په موبایل کې د فېسبوک نړۍ ته ښه راغلاست!

هغه شمېره چې تل غواړم هغې ته پيغام واستوم کومه یوه ده؟

یوازې هغه شمېره چې ښايي په یاد یې ولرئ 32655 ده. Fbook کلمه مو د موبایل په کیپډ کې ټیپ کیږي.

څه ډول په فیسبوک کې مطلب پوسټ کړم.

' ' د لیکلي پیغام له لارې 32665 ته واستوئ چې په فیسبوک کې مو نوی پوسټ زیات شي. د بېلګې په ډول: ' زه په شهر نو کې یم'

څه ډول د خپل ملګري مطلب، ګډون/ نه ګډون کړم؟

'subscribe ' او یا 'unsubscribe ' د لیکلي پیغام له لارې واستوئ. د بېلګې په ډول: 'Subscribe Mohammed Sami'

څّه ډول یو ملګری د دوستانو په لیست کې زیات کړم؟

'add ' یا 'add ' او یا 'add ' د لیکلي پیغام له لارې واستوئ. د بېلګې په ډول: 'add Mohammed Sami' او یا 'add 0799971333'

څه ډول یوه پاڼه لایک کړم؟

'like ' د لیکلي پيغام له لارې واستوئ. د بېلګې په ډول: 'like CocaCola'

څه ډول په البم کې انځور واچوم؟

'photos' کلمه د لیکلي پیغام له لارې واستوئ تر څو هغه ایمل ته چې پیغام ورته استوئ، پیدا کړئ. مهرباني وکړئ دغه ایمیل په خپله کتابچه کې ثبت کړئ. هر انځور چې دغه ایمیل ته استوئ ستاسې د موبایل په اپلوډ البوم کې ور زیات کړئ. د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ facebook.com/mobile لېنک وګورئ.

څه ډول فیسبوک غیر فعال کړم او کله چې غیر فعال وي څه ډول هغه بیا فعال کړم؟

'stop' یا 'disable' کلمه یا 'off' د لیکلي پیغام له لارې واستوئ چې تاسې ته دغه خدمتونه غیر فعال شي. 'on' کلمه د لیکلي پیغام له لارې واستوئ چې دغه خدمتونه یو ځل بیا درته فعال شي.

څه ډول نوټېفیکشن ته ځواب ووایم؟

نوټېفیکشنونو ته ځواب ویل اسانه دي. یوازې د نوټېفېکشن پیغام د لیکلي پیغام له لارې ځواب کړئ!

له فیسبوک څخه ګټه اخیستنه به راته څومره لګښت ولري؟

د هر پیغام استول 2.5 افغانۍ لګښت لري. د دغو خدمتونو فعالول یا په هغو کې ګډون وړیا دی.